شاته

رپورټ: په ۲۰۲۱ کې د کابل په هوايي اډه د خونړۍ ځانمرګي حملې مخنیوی ممکن نه و

په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال د کابل په هوايي اډه د خونړۍ ځانمرګي حملې په اړه د امریکايي پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټ کام په خپله تازه کتنه کې ویلي د حملې مخنیوی ممکن نه و او هغه تن چې په سر يې وېښته نه لرل او امریکايي ځواکونو د حملې په ورځ سحر لیدلی و خودکش بمبار نه و.

امریکايي پوځ په لومړي ځل دا تصدیق وکړو چې د کابل په هوايي اډه حمله کوونکی خود کش بمبار د داعش وسله عبدالرحمان الوګري و چې طالبانو په کابل د بیا واکمنېدو نه پس د زندان نه ازاد کړی و.

د کابل د هوايي اډې په اېبي ګېټ یا اېبي دروازه ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او تر ۱۷۰ پورې افغانان وژل شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.

د حملې په اړه د تحقیقاتو تازه موندنې سېنټ ګام د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع کړې چې په کې د امریکايي عسکرو د دې دعوو ترید شوی چې موقع يې لرله چې ځانمرګي لمينځه یوسي خو منظوري نه وه ورکړې شوې.

د کابل په هوايي اډې د حملې وروسته په حمله کې یو زخمي شوي امریکايي عسکر په خپل جذباتي بیان ویلي وو چې ښيښ مارو عسکرو ممکنه خودکش بمبار سهي کړی او خو د هغه لمنخه وړلو منظوري یې ترلاسه نه کړی شوه. د عسکر په دې خبره په امریکا کې په پراخه بحثونه او په کانګرس کې تنقید راپارېدلی و.

تېر کال د مارچ په میاشت کې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجه چارو کمېټۍ ته پخواني مېرین عسکر ټېلر وارګس اېنډریوز وویل هغه او نورو عسکرو ته د یو تن په اړه معلومات ورکړی شوي وو چې د حملې سازش کوي. هغه وویل عسکرو د مبینه حمله کوونکو په څېر یو تن لیدلی و او په ممکنه توګه يې لمنځه وړلی شو خو په اړه د ګام اخیستلو خواست یې منظور نه کړی شو.

د کابل حملې ته د کتنه کوونکي ډلې غړو خبریالانو ته وویل د هغه تن چې عسکرو ممکنه حمله کوونکی ګڼلو او د الوګري د تصویرانو نه ښکاري چې دا بېل بېل تنان دي.

د تحقیقاتي ډلې يو غړي وویل د تېرو دوو کلونو راهسې ځینې امریکايي عسکر دا دعوه کوي چې حمله کوونکی يې لیدلی و او په ممکنه توګه يې د حملې مخه نیولی شوه خو دا صحیح خبره نه ده.

د کابل حملې ته کتنه کې وېل شوي هغه تن چې په سر يې وېښتان نه لرل سحر اووه بجې د اېبي دروازې سره لیدل شوی و خو حمله اووه ګنټې وروسته وشوه. امریکايي چارواکي وايي الوګري د حملې نه لږ وخت مخکې اېبي دروازې ته ورغلی و.

په حمله کې د وژل شویو امریکايي عسکرو کورنیو غړي وايي اطمینان لري چې د پېښې په اړه نور تفصیلات مخې ته راغلي ځکه چې ابتدايي معلومات ډیر ښه نه وو.

د دې تنقید وروسته چې د کابل د هوايي اډې د حملې مخه نیول کېده شوه، د سېنټ کام مشر جنرل اېرېک کورېلا په دې اړه د بیا کتنې امر ورکړی و.

د بیا کتنې د ډلې غړو وویل داعش د خودکش بمبار نوم په سوشل میډیا خپور کړی و خو امریکايي استخباراتو وروسته په ازاده توګه د رپورټ تصدیق وکړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00