شاته

د ایران سپاه پاسداران په خلیج کې د اسرائیل اړونده کښتۍ نیولې: دولتي رسنۍ

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د شنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۵) په خلیج کې د صیهونیستي رژیم [اسرائیل] اړوند یوه کښتۍ چې کانټینرونه پکې بار دي نیولې ده.

د کښتۍ چلونکي، د ایټالیا - سویس ایم اس سي اریز ګروپ وروسته تائید کړه چې ایراني ځواکونه دغې کښتۍ ته ننوتلي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې د ام ایس سي ایرز په نوم یوه کښتۍ "د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځانګړو ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترسره کولو سره" ونیول شوه.

اژانس زیاته کړه چې دا عملیات "د هرمز تنګي ته نږدې" شوي او "دا کښتۍ اوس د ایران تر مالکیت لاندې ساحلي اوبو په لور روانه شوې ده".

ایم ایس سي اریز تائید کړه چې پدې کښتۍ کې پداسې حال کې چې د هرمز تنګي څخه تیریدله د شنبې په سهار "ایراني ځواکونه د هلیکوپتر په واسطه کښته شوي" او زیاته کړې یې ده چې په کښتۍ کې ۲۵ عمله سپاره دي او دوی "له اړوندو مقاماتو سره له نږدې کار کوي ترڅو د هغوی خوندیتوب او د کښتۍ خوندي راستنیدل ډاډمن کړي".

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ اپریل ۱۳ له ایران څخه وغوښتل چې د بریتانیا یوه بیړۍ چې یې د هرمز تنګي ته نژدې نیولې ده، ژر تر ژره خوشې کړي. دا پداسې حال کې دي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شوی او د اسرائیل څځه د ایران له لورې د غچ اخیستونکي برید په اړه وېره شته.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن وویل، "موږ پر ایران غږ کوو چې دغه کښتۍ او د هغې نړیواله عمله ژر تر ژره خوشې کړي." اوزیاته کړې ده چې، "له هڅونې پرته د ملکي کښتۍ نیول له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه او د اسلامي انقلابي ګارډ قول (سپاه پاسداران) له خوا د سمندري غلا یو عمل دی."

د هرمز تنګی خلیج د هند سمندر سره نښلوي او د متحده ایالاتو د انرژۍ د معلوماتو ادارې په وینا، هر کال د نړۍ د تیلو د کلني مصرف له پنځمې برخې څخه زیات تیل له دې لارې څخه تیریږي.

په ټولنیزو رسنیو کې شریکه شوې ویډیو کې ښکاري چې د ایران سمندري ځواکونه د رسۍ په کارولو سره د له هلیکوپتر څځه ددغه کښتۍ په انګړ کې ښکته کیږي.

د کښتیو د تعقیب ویب پاڼو، vesselfinder.com او د سمندري ټرافیک marinetraffic.com، وايي چې ایم ایس اریز د پرتګال تر بیرغ لاندې کانټینر بیړۍ ده او وروستی راپور شوی موقعیت یې په خلیج کې دی.

دا پداسې حال کې دی چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ وویل، وروسته له هغې سیمې ته پوځي اضافي ځواکونه لېږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په دمشق کې ایران د خپل سفارت پر قونسلګرۍ باندې د وژونکي برید د غچ اخیستو ژمنه وکړه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې په اسرائیل باندې د ایران د برید امکان شته، خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې پدې برید کې به د ایران حکومت بریالی نشي.

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.


بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي، اسرائیل تورن کړ او ویې ویل چې دغه هېواد (اسرائیل) باید د هغه عملیاتو "سزا وویني" چې د هغه په وینا، د ایران په خاوره د برید سره مساوي دی.

فورم \ دبحث خونه