شاته

اسرائیل له اروپایي ټولنې غوښتي چې د ایران سپاه پاسداران د 'ترهګرو سازمانونو' نوملړ کې شامل کړي

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۵) له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د "ترهګرو سازمانونو " په نوملړ کې شامل کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کتز دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې سپاه پاسداران انقلاب اعلان وکړ چې د فارس خلیج ''په هرمز تنګي کې یې د صهیونیستي رژیم اړوند یوه کانټینر کښتۍ'' نیولې ده.

کتز په خپله رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي: "له اروپایی اتحادیې او آزادې نړۍ څخه غوښتنه کوم چې سمدستي د ایران د سپاه پاسداران یو تروریستي سازمان په توګه اعلان کړي او همدا اوس پر ایران بندیزونه ولګوي."

دغه لوړپوړي اسرائيلي ډپلومات دا هم ليکلي چې سپاه پاسداران د پرتګال ملکي بېړۍ چې د اروپايي اتحاديې د یو غړي هیواد اړوند ده، پدې ادعا نیولي چې اسرائيل يې مالک دی.

کتز د دغه پیغام په دوام کې ایرانی چارواکو ته په خطاب کې لیکلي: "د ایت الله ګانو رژیم یو جنایتکار رژیم دی چې د حماس د جنایتونو ملاتړ کوي او اوس د نړیوالو قوانینو په خلاف سمندري غلاوې کوي".

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې د اپریل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وشو، چې پړه یې ایراني مقامات پر اسرائیلي پوځ اچوي. په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د لوړ رتبه قوماندان محمد رضا زاهدي او د هغه د مرستیال په ګډون ددې ځواکونو اوه تنه غړي ووژل شول.

د ایران د مشر ایت الله خامنه اي په ګډون ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د اسرائیل څخه به غچ واخستل شي. په همدې حال کې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، ویلي چې د ایران پر کونسلګرۍ برید یو "د عطف ټکی" دی او د دې ډلې په وینا اسرائیل ته به د دې برید د ترسره کولو په خاطر سزا ورکړل شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ وویل چې په اسرائیل باندې د ایران د برید امکان شته، خو تر څنګ یې ایراني مقاماتو ته خبرداری ورکړ چې پدا ډول اقدام لاس پورې نکړي.

فورم \ دبحث خونه