BBC
 شاته

فلیپين: ابوسیاف جهادي ډلې له یرغمل شوي جرمن سړي سر پرې کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړه کسان له دې مخکې سومالي تښتونکو یرغمل کړي وو

فلیپین کې سخت دریځو اورپکو یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې د یرغمل شوي جرمن سړي وژل ښوول شوي.

جورګین کانتنر نومبر میاشت کې د مالیزیا په سبا ایالت کې له خپلې بادي کښتۍ تښتول شوی و.

د نوموړي ملګرې سابین میرز مړی وروسته په یوه کښتۍ کې وموندل شو.

اویا کلن کانتنر او اغلې میرز په ۲۰۰۸ کال کې سومالي سمندري غدۍ تښتولي وو او بیا یې ۵۲ ورځې وروسته د باج له اخیستو وروسته خوشي کړي وو.

فلیپین ولسمشر: خدای سره مې ژمنه کړې چې سپکې سپورې به نه وايم

د فلیپین د ولسمشر نامناسبې څرګندونې، ولسمشر اوباما لیدنه لغو کړه

اوس د نوموړي خوشي کېدو بدل کې د ۳۰ میلیونه پېسو یا ۴۸۳ زره ډالرو باج ورکړې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نېټه یکشنبه ټاکل شوې وه.

په یوه ویډیو کې لیدل کېږي، چې نوموړی د یوه سړي لخوا په چاکو وژل کېږي. د حکومت استازي جیسوس دوریزا د نوموړي وژل کېدل تایید کړي دي.

هغه وايي:

''موږ تر وروستۍ شېبې پورې خپلې ټولې هڅې وکړې، خو و نه توانېدو هغه وژغورو. ''

که څه هم تر اوسه پورې د نوموړي مړی نه دی موندل شوی، خو فیلیپین پولیسو په وینا نوموړی په سویلي یولو ایالت کې د یکشنبې پر ورځ وژل شوی دی.

ابوسیاف چې یوه کوچنۍ ډله ده، خو د فلیپین په سویل کې له ټولو ډېره خونړۍ ډله بلل کېږي.

د انځور حقوق ABU SAYYAF
Image caption ابو سیاف ډلې له اسلامي دولت نومي ډلې سره وفاداري اعلان کړې

دغې ډلې له اسلامي دولت نومې ډلې سره د ملګرتیا ژمنه کړې او د بهرنیانو او فیلیپینیانو په تښتولو کې لاس لري.

له دغو تښتول شویو نه یو شمېر یې د پېسو بدل کې خوشي شوي دي، خو ځینې نور لا هم د دغې ډلې سره بندیوان دي.

د دغې وژنې له تایید کېدو وروسته سولو ایالت کې د فلیپین هوايي ځواک له لوري د ابو سیاف وسله والو پر مرکزونو د بمباریو رپوټونه ورکړل شوي دي.