شاته

معترضې ښځې: امریکا دې بشري مرستو ته د طالبانو د لاس رسي مخه ونیسي

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو غورځنګ په افغانستان کې بشري مرستو د بهیر څخه د طالبانو د احتمالي ګټې اخیستنې په اړه د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د رئیس مایکل مک کال څرګندونو څخه د هرکلي په ترڅ کې بشري مرستو ته د طالبانو د لاس رسي د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس په روانه اونۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه ویلي چې له افغانستان څخه د جمهور رئیس بایډن د ادارې وتل چې له ګډوډیو سره مل وو، په دغه هیواد د یو ستر انساني ناورین سبب شوي دي.

مایکل مک کال ویلي چې ددې پرځای چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې د کړیدلو افغان ښځو او ماشومانو سره مرسته وشي د طالبانو وسله والو او د هغوی ملاتړو ته رسیږي.

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو غورځنګ د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د رئیس له دغو څرګندونو ملاتړ کړی دی.

دغه غورځنګ د شنبې په ورځ اپریل ۱۳( وري ۲۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د داعش ډلې سره د طالبانو د وسله والو د یو ځای کیدو اندیښنو ته په پاملرنې دا ډله د ۸۵ فیصده وګړو لوږې او کړاونو ته پاملرنه نه کوي او د " بشردوستانه مرستو او د افغانستان خلکو سره د مرسته شویو پیسو په غلاکولو سره" د داعش ډلې ته د خپلو وسله والو د تللو د مخنیوي لپاره هغوی ته په نغدي ډول، د کورکرایه او د موټرو د اخسیتلو لپاره پیسې د رشوت په توګه ورکوي.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ په دې اعلامیه کې ویلي: " مونږ د امریکا د متحده ایالاتو د خلکو او استازو د مجلس څخه غواړو چې د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي او ددغه هیواد بشردوستانه مرستو ته د ښځو د ځپوونکي ډلې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګریزو ډلو په لیست کې یې نوم ثبت دی د لاس رسي مخه ونیسي".

همداشان ددغه غورځنګ له نظره طالبانو د بشري مرستو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته په اونیز ډول د ۴۰ میلیونو نغدو ډالرو د انتقال له بهیر څخه هم د دغې ډلې د پیاوړي کیدو سربیره د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د ځپلو او د سلګونو جهادي مدرسو، د انتحاري ټولګیو د پیاوړتیا او له هیواد څخه بهر د عملیاتو لپاره کار اخلي.

دغه غورځنګ په دې اعلامیه کې ادعا کړې: "مونږ باور لرو چې په تیرو دریو کلنو په واک کې د طالبانو د پاتې کیدو یو دلیل د امریکا د متحده ایالاتو له خوا ددغې ډلې څخه غیر مستقیم ملاتړ، په اونیز ډول افغانستان ته پرته له کوم حساب څخه د ۴۰ میلیونو ډالرو لیږل دي".

ددې دمخه د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو حکومت ته د نغدو ډالرو د لیږلو په تړاو په سیمه ییزو رسنیو کې ځینې خپاره شوي راپورونه ردکړي وو.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې دا پیسې په افغانستان کې په یو خصوصي بانک کې ساتل کیږي او په دغه هیواد کې د بشري مرستو په پروګرامونو باندې په مصرف رسیږي. ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې دغو پیسو ته طالبان لاس رسی نلري.

د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې په نیمايي کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي و چې د مرستې رسونې په چارو کې د طالبانو د حکومت د مامورینو د لاس وهنو له امله د افغانستان په مختلفو برخو کې د مرستې رسونې بهیر د ځنډ سره مخ شوی دی.

اوچا ویلي چې دا لاس وهنې د طالبانو له خوا د پلان ترتیبولو، د اړو کسانو انتخابولو، د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو د ګډون په برخه کې محدودیت، د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره د کارکوونکو ګمارلو په تړاو ثبت شوي دي.

همداشان طالبانو په ځینو برخو کې د مرستې رسونې له موسسو د کارکوونکو د نومونو لیست غوښتنه هم کړې چې ورسره د مرستې رسونې بهیر د ځنډ سره مخ شوی دی.

په عین وخت کې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د مارچ ۱۱(کب۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو ادارو په ملتیا په افغانستان کې د بشري مرستو د اغیزمنتیا لپاره د مرستې رسونې د بهیر ارزونه کوي.

کرن ډیکر ددې ارزونې هدف په اړه ویلي: " اصلی تمرکز مو په روڼتیا او نظارت دی."

فورم \ دبحث خونه