شاته

فایق: افغانستان د 'سخت دریځۍ' په مرکز بدل شوی او د 'شاتګ' په حال کې دی

په ملګرو ملتونو د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دغه هیواد کې د وروستیو لسیزو ترلاسه شویو پرمختګونو په لاسه تللو باندې چې د هغه په وینا په ډیرې سختۍ ترلاسه شوي خواشینې ښودلې ده.

نصیر احمد فایق د شنبې په ورځ اپریل ۱۳(وري ۲۵) فضا ته ۳۶ کاله دمخه د افغانستان د ستورمزلي عبدلاحد مومند د سفر په تړاو د ایکس په پاڼه په یو پیغام کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان خلک د خپلو اساسي انساني او اسلامي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي حقونو څخه محروم شوي دي.

نصیراحمد فایق په دغه پیغام کې ویلي چې افغانستان د سخت دریځۍ او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی او د شاتګ په حال کې دی.

ښاغلي فایق ویلي: " مونږ په کلکه په دې باور یو چې یو دیموکراتیک، متحد او خپلواک افغانستان به د جهل، تعصب او سخت دریځۍ څخه د پاک افغانستان په توګه یو ځل بیا سر راپورته کړي او خپل ځای به ترلاسه کړي".

د اپریل ۱۲ ( وري ۲۴) په نړۍ کې فضا ته د بشر د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" ددغې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پښتو څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوي دي.

یوناما په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته د پخواني شوروي اتحاد د میر فضايي سټیشن ته د افغانستان د ستورمزلي عبدالاحد مومند سفر ته اشاره کړې ده او ویلي دي چې هغه له فضا څخه د خپلې مور سره په پښتو خبرې کړې وې.

همداشان ښاغلی مومند لومړنی شخص دی چې په فضا کې یې قرانکریم هم تلاوت کړی دی.

په ملګرو ملتونو د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست په افغانستان کې د تیرو لسیزو د لاس ته راوړونو له لاسه تللو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرائیوي مشرې سیما بحوث ویلي چې افغانستان نړۍ کې ترټولو ډیر زیات د جنسیت په برخه کې د شاتګ په حال کې پاتې دی.

هغې د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱( وري ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: " په ټوله نړۍ کې ترټولو ډیر زیات د جنسیت په برخه کې په شاتګ په افغانستان کې لا پاتې دی، خو افغان میرمنې او نجونې د ظلم او د ټولو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي".

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او یو شمیر افغان میرمنو په یوه ګډه مقاله کې ویلي چې طالبان نږدې هره میاشت په افغانستان کې د ټولنې څخه د ښځو د حذفولو لپاره یو نوی فرمان صادروي.

په دې مقاله کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له پنځوسو څخه زیات فرمانونو له مخې ښځې له عام ژوند، پریکړې نیونې، زده کړو او کار څخه منع شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW)، وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې یو د بل پسې د سپکاوي ډک سیاستونه خپل کړي او دې حد ته رسیدلي دي، ځکه چې نړیوالې ټولنې دا ډله د هغوی د کړونو پر وړاندې ځواب ویلو ته نه ده حاضر کړې.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ‌‌‎ډول بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت په شاوخوا دوه نیمو کلنو کې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې په پوهنتونونو کې نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیزونه لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه