شاته

جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، اپریل ۱۲ (وري۲۴مه) ددغه هېواد له اتباعو وغوښتل چې له ایران څخه ووځي، ځکه د ایران او اسرائیل ترمنځ د کړکیچ د ناڅاپه زیاتیدو خطر شته او په ایران کې میشت جرمني اتباع کیدای شي "د خپلسري نیول کیدو له خطر" سره مخامخ شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې: "په اوسني کړکېچن حالت کې، په ځانګړې توګه د اسرائیل او ایران ترمنځ، د کړکیچ د ناڅاپه زیاتوالي خطر شته؛ داسې خطر چې کیدای شي هوايي، ځمکنۍ او سمندري لارې اغیزمنې کړي."

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې: "د جرمني اتباع د خپلسري نیونې، پوښتنو ګرویژنو او د اوږدې مودې بند له جدي خطر سره مخامخ دي. همدارنګه د ایران او جرمني دوه ګوني تابعیت لرونکي اتباع هم په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ دي. "

د هند، فرانسې او روسیې په ګډون نورو هیوادونو هم خپلو اتباعو ته ایران ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اپریل ۱۲ ( وري ۲۴) وویل چې په اسرائیل باندې د ایران د برید امکان شته، خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې پدې برید کې به د ایران حکومت بریالی نشي.

د بایډن څخه وپوښتل شول چې د اسرائیل د برید په اړه ایران ته د هغه پیغام څه دی، بایډن وویل: "دا کار مه کوئ، متحده ایالات د اسرائیل دفاع ته ژمن دي او تاسو به بریالي نه شئ."

خو د اسرائیل د ملي امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څیړونکي راز زیمیت وویل: "دا به ډیره ستونزمنه وي چې ایران دې هغه برید [د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برید ] تلافي کړي."

هغه زیاته کړه: "زه لا هم په دې اند یم، چې ایران نه غواړي د اسرائیل یا امریکا پر وړاندې په بشپړه او مخامخ جګړې کې ښکیل شي، خو باید یو څه وکړي."

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.

اسرائیل په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د هوایي برید مسوولیت نه دی منلی.

بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي، اسرائیل تورن کړ او ویې ویل چې دغه هېواد (اسرائیل) باید د هغه عملیاتو "سزا وویني" چې د هغه په وینا، د ایران په خاوره د برید سره مساوي دی.

فورم \ دبحث خونه