شاته

د اوکراین په جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره روسان وژل شوي دي - رپوټ

د روسیې یوې خپلواکې رسنۍ راپور ورکړی چې په اوکراین کې د روسیې له پوځي یرغل راهیسې له ۵۰ زرو زیات روسي پوځيان وژل شوي او داسې باور دی چې په تېرو څه دپاسه دوو کلونو کې لسګونه زره نور هم په جګړه کې وژل شوي دي.

د روسیې خپلواکې رسنۍ مډیازونا، چې له بي بي سي سره په ګډه د آزادو سرچینو له لارې د روسي ځواکونو مرګ ژوبله څاري، ویلي چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې د روسیې د پوځي یرغل له پیل څخه تر اوسه د اوکراین په جګړه کې څه دپاسه ۵۰۴۷۱ روسي پوځي پرسونل وژل شوي دي.

مډیازونا په دې راپور کې لیکلي: ''موږ د څه باندې ۳۳۰۰ پوځي افسرانو او نورو امنیتي ځواکونو نومونه پېژنو. ۳۹۰ تنه یې د ډګرمن یا د هغه څخه پورته منصبونه درلودل.''

دغې خپلواکې روسیې رسنۍ همداشان ویلي، چې روسیې په وروستیو اوونیو کې ډېر ټانکونه، زغروال ګاډي او د توپخانې واحدونه له لاسه ورکړي، خو په وروستیو اوونیو کې د روسي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ثبت شوې.

د مډیازونا په وینا، روسیه هره اونۍ نږدې ۱۲۰۰ سرتیري له لاسه ورکوي، چې اکثر تلفات د روسیې په کراسنودار او باشقیرستان سیمو پورې مربوط دي.

خو اوکرایني ځواکونو اټکل کړی چې روسیې پر دغه هېواد د خپل پوځي یرغل په ترڅ کې ۴۵۱۷۳۰ تلفات ورکړي چې وژل شوي او ټپیان په کې شامل دي. خو د امريکا متحده ايالاتو او بریتانيا استخباراتو ويلي دي چي په دې موده کي روسيې ته تر ۳۰۰ زرو پوري تلفات اوښتي دي.

کیف ادعا کوي چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې په دغه هېواد کې تر ۱۸۰ زرو ډېر روسي پوځيان وژل شوي دي.

روسیه په ندرت سره د اوکراین په جګړه کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه ارقام خپروي. د وروستیو شمېرو له مخې چې روسیې اوه میاشتې وړاندې اعلان کړي، د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو د تلفاتو شمېر څه کم شپږ زره وو.

اوکراین ویلي دي چې د روسیې د پوځي یرغل په ترڅ کې ۳۱ زره اوکرایني سرتیري وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه