شاته

د بایډن خبرداری : 'ایران به په اسرائیل باندې برید کې ' بریالی' نشي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه اپریل ۱۲ ( وري ۲۴) وویل چې په اسرائیل باندې د ایران د برید تمه لري خو تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړی چې پدې برید کې به د ایران حکومت بریالی نشي.

ښاغلي بایډن په خبري کنفرانس کې دا په ډاګه نکړله چې ایران ښایي څه وخت او له کوم ځای څخه په اسرائیل برید وکړی خو دومره یې وویل چې د ایران پوځ ښایي دا برید ژر وکړي.

جو بایډن زیاته کړه، " نه غواړم محرمو معلوماتو خوا ته ولاړ شم خو زما تمه دا ده چې دا (برید) ښایي د ناوخته کیدو پر ځای ژر وشي".

خو د متحده ایالاتو مشر دا هم وویل چي د ایران اسلامي جمهوریت ته یې پیغام دا دی چې په اسرائیل دا برید ونکړي. جو بایډن پخپلو خبرو کې یو ځل بیا د اسرائیل سره د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ.

هغه زیاته کړه، " مونږ د اسرائیل دفاع ته ژمن یو. مونږ به به د اسرائیل ملاتړ وکړو. مونږ به اسرائیل سره په دفاع کې مرسته وکړو او ایرن به بریالی نشي".

د جمهور رئیس دې څرګندونو څخه وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي و چې ، "موږ لا هم دا ګڼو چې د ایران له خوا احتمالي ګواښ واقعي او پیښیدونکی دی."

په دمشق کې د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر قونسلګرۍ په هوايي برید کې، چې پر اسرائیل یې تور پورې شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو د اوو غړو له وژل کېدو وروسته، د ایران د غچ اخیستلو ګواښ په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو وېره پارولې ده.

متحده ایالاتو پدې هکله څه ندي ویلي چې د اسرائیل سره د ایران د احتمالي برید په غبرګون به څه ډول ملاتړ وښیي خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تیره اوونۍ یو شمیر عربي هیوادونو ته چې د ایران او متحده ایالاتو تر منځ کله نا کله منځګړتوب کوي ، سفر درلود او د ټولو یې غوښتي و چې ایران پرې نږدي په اسرائیل برید وکړي.

د ښاغلي بلینکن سفر څخه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم همدې هیوادونو ته ولاړ.

د امریکا دې ديپلوماتیکي هلو ځلو تر څنګ په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د قومندانۍ مشر جنرال ایریک کوریلا هم اسرائيل ته تیره ورځ تللی و چې د دغه هېواد له مقاماتو سره د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د اسرائيل د د فاع له وزیر یواف ګالانت سره خبرې کړې دي. ګالانت استن ته ویلي دي چې د ایران مستقل برید به د اسرائيل مناسب ځواب ته اړتیا ولري. دواړو مشرانو په اسرائیل باندې د ایران د ممکنه برید په اړه بحث وکړ او ګالانت ټېنګار کړی چې په خپل هېواد باندې به د ایران د برید زغم ونه لري.

تر دې مخکې د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کتز ویلي وو چې که ایران په اسرائيل برید وکړي، اسرائیلي پوځ به په ایران مستقیما حمله وکړي.

په تازه پرمختګ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د واشنګټن پر وخت جمعه ناوخته د خپل اردني سیال سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او په سیمې کې د ایران لخوا متوجه جنجال کمیدو په هکله یې ورسره خبرې کړي.

بلینکن همدارنګه د اردن څخه مننه کړې چې غزې ته د مرستو په رسولو کې یې همکاري کړې.

فورم \ دبحث خونه