شاته

پاکستان کې پولیس هغو وسله وال لټوي چې ۱۰ مساپر یې وژلي

په پاکستان کې پولیسو په سیمه ایز وخت شنبه اپریل ۱۳ (وري ۲۵) ویلي هغو وسله والو پسې ګرځي چې د بلوچستان په ولایت کې یې د یو بس موټر څخه اته مساپرین ښکته کړي او وژلي دي.

پولیسو ویلي چې همدې وسله والو دوه نور کسان هم په یو بل موټر باندې په ډزو کې وژلي دي. په پیښه کې شپږ تنه ټپي شوي هم دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر حبیب الله موسی خیل اې پي خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو لویه لار بنده کړې وه او په بس موټر کې د ټولو کسانو د پیژندګلوۍ کارټونه یې یو په یو کتل.

د پولیسو دې مشر ویلي چې وسله والو یوازې هغه کسان له بس موتر ښکته کړل چې د پنجاب ولایت اوسیدونکي و او وروسته غرونو خوا ته وتښتیدل.

پولیسو څو ساعته وروسته د همدې اتو کسانو مړي د لویې لارې څخه تقریباً پنځه کیلو مټره لیرې د یو پله لاندې وموندل.

موسی خیل ویلي چې د مساپرو دا بس موټر د بلوچستان ولایت مرکزي ښار کویټې څخه د تفتان سیمې ته روان و چې د ایران سره ګډه پوله لري.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې کسانو د تښتولو او وژلو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې اکثریت دا ډول بریدونه بلوڅ بیلتون غوښتونکو کړي چې د کالونو راهیسې یې د پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په خاطر وسله واله مبارزه پیل کړې.

د بلوچستان په ولایت کې تیره اوونۍ هم د سړک د غاړې یو ماین چاودلی و چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي و.

د بلوڅ وسله والو تر څنګ، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورې وسله والې ډلې هم پدې سیمې کې فعالې دي چې وخت نا وخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

د یو څیړنیز مرکز په راپور کې چې د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې خپور شو، پکې ویل شوي چې د روان میلادي کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په ټول پاکستان کې ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي چې ترهګر هم پکې شامل دي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې مرکز په راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۲۸۱ تنه عام خلک او د امنیتي ځواکونو غړي وو.

ډیری دا بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شويدي. په راپور کې راغلي چې ۹۲ په سلو کې دا ډول پیښې په همدې دوو ایالتونو کې شویدي.

په راپور کې ویل شوي چې یوازې د بلوچستان په ایالت کې په تیرو دریو میاشتو کې ۱۷۸ تنه په ترهګریزو بریدونو کې وژل شویدي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه