شاته

ارجنټینا د ۱۹۹۰ لسیزې بریدونو له کله ایران 'ترهګر دولت' وباله

په ارجینټینا کې یوې محکمې د دې هیواد په پایتخت بیونس آیرس کې تقریباً درې لسیزې وړاندې د مرګانیو بریدونو ملامتي چې اسرائیلیان پکې په نښه شوي و، په ایران واچوله او د همدې بریدونو له کبله یې ایران "ترهګر دولت" اعلان کړ.

یو شمیر اسرائیلي او د یهودانو سازمانو جمعه اپریل ۱۲ (وري ۲۴) د محکمې ددې پریکړې هرکلی کړی.

د محکمې په حکم کې چې مطبوعاتو لیدلی ویل شوي چې ایران په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د بیونیس آیرس په ښار کې د اسرائیل په سفارت او د ارجنټاین- اسرائیل دوه اړخیزې اتحادیې په نامه د یهودانو په مرکز د برید کولو امر کړی و.

په سفارت باندې د بم په چاودنې کې ۲۹ تنه وژل شوي و چې د دې برید څخه دوه کاله وروسته د یهودانو په مرکز باندې هم یو لارۍ موټر چې چاودیدونکي مواد پکې بار و، برید وکړ ۸۵ تنه پکې ووژل شول او تر ۳۰۰ ډیر ټپي شول.

سره لدې چې هیڅ کومې ډلې یا هیواد په ۱۹۹۴ کال کې ددې شوي برید د کولو ادعا نده کړې او نه هم دا برید حل شوی خو ارجنیټینا او اسرائیل د پخوا راهیسې شک لري چې دا برید د لبنان حزب الله شعیه وسله والې ډلې د ایران په غوښتنې کړی .

سره لدې چې ایران پدې برید کې لاس لرل رد کړي خو د ارجینټینا څارنوالانو د ایران جګپوړي چارواکي پدې برید کې ګرم بلل دي.


د ارجینټینا له دریو قاضیانو څخه یوه یې، کارلوز مهیکیس چې دا حکم یې په ګډه لیکلی د مطبوعاتو سره په مرکې کې ویلي چې حزب الله دا برید د یو حکومت یا دولت لپاره د "نظریاتي، سیاسي او انقلابي طرحو" ته د ځواب ویلو په خاطر کړی.

د لاتینې امریکا په هیوادنو کې تر ټولو ډیر یهودان په ارجینټیا کې ژوند کوي. اټکل دا دی چې پدې هیواد کې ۳۰۰ زره یهودان شته چې د سوریې او لبنان په ګډون د منځني ختیځ نورو هیوادونو څخه هم ګڼ شمیر یهودي کډوال په همدې هیواد کې د کډوالو په توګه پراته دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ، اسرائیل کاتز د جمعې په ورځ د اکس په ټولینزې شبکې کې لیکلي چې د خپل ارجینیټنایې سیالې دیانا موندینو سره یې خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه اعلان کړي.

د اسرائیل دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات ویلي که د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځاکونه د ترهګر سازمان په توګه اعلان شي، د ایران د "تیري مخنیوي لپاره به مهم اقدام وي".

هغه زیاته کړې، " ایران د اسرائیل او ارجنټاین دښمن دی او د حزب الله سره په ګډه په نړۍ او جنوبي امریکا کې د ترهګریزو کړنو مشري کوي".

د ایران حکومت او د حزب الله ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی ، تر اوسه د ارجنټینا د محکمې دې حکم په هکله تبصره نده کړې.

فورم \ دبحث خونه