شاته

آي ایم ایف له پاکستان سره د پور په نوي پروګرام مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي چې پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تېاره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 ارب ډالر ترلاسه شي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف هم د آي ایم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په اړتیا ټینګار کړی خو ورسره یې دا په ډاګه کړې چې د نوي قرض پروګرام شرطونه به اسان نه وي.

د زيارت په ورځ واشنګټن کې د بريفنګ په موقع د نړیوالې مالياتي آدارې اي اېم اېف ډایریکټرې کميونيکېش جولي کوزک د پاکستان د اقتصاد او د آي اېم اېف سره د لنډ مهاله پروګرام په اړه ویلي چې د فنډ د عملې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مارچ په 19مه د مامورينو په کچه تړون وشو او اوس دا د اېګزیګټيو بورډ د منظورۍ سره مشروط ده.

د نوموړې د وېنا ترمخه د بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان 1.1 ارب ډالرو ته لاس رسی ولري او د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې به ورکړل شوې پېسې 3 اربه ډالرو ته ورسيږي.

د آي اېم اېف ډایریکټرې کميونيکېش جولي کوزيک وویل چې چارواکو د نړیوالې مالياتي ادارې په همکارۍ چلېدونکي پروګرام کې هم د خوښۍ څرګندونه کړې چې مقصد یې د پاکستان مالي او د بهرني استحکام چېلنجونه حل کول او د جامع ترقۍ بنياد ايښودل دي.

جولي کوزيک وايي چې مونږ د نوي پروګرام په حواله راتلونکو میاشتو کې مذاکراتو ته تېار يو.

د اي اېم اېف د وياندې وينا وه چې د لومړۍ جاېزې بشپړولو وروسته د پاکستان اقتصادي او مالياتي صورتحال ښه شوی دی.

د اقتصادي چارو څېړونکي ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و.

ډيوه سره خبرو کې ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي ، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي.

د آي اېم اېف لخوا دا بېان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د زرمبادلې ذخيره 8.04 ارب ډالرو ته پورته شوې ده چې ماهرين یې په درامداتو ولاړ اقتصاد لپاره کم بولي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم پرون د زيارت په ورځ د کابينې غوڼدې ته خپله وېنا کې ویلي چي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب د خپل ټيم سره د امريکې په دوره روان دی اؤ هلته به هغه د نوي پروګرام لپاره د آي اېم اېف د چارواکو سره ليدل کتل کوي.

خو وزیراعظم واضحه کړې چي د آي اېم اېف سره کېدونکې د نوې معاهدې شرطونه به اسان نه وي.

نړيواله مالياتي اداره آي اېم اېف د پاکستان څخه د پراخه اقتصادي اصلاحاتو، د ټېکسونو د کچې زياتولو او د تاوان سره مخ سرکاري ادارو د نجکارۍ یا شخصي مد ته د ورکولو غوښتنې کوي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي ګمان کوي چې د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د نوې پروګرام ګټه به عام تن ته نه رسي.

استاد اؤ اقتصاد پوهه ډاکټر جاوېد اقبال وایي د آي ایم ایف د نوي پروګرام لومړۍ بدې اغېزې به په عام تن کیږي .

د هغه په خبره "ځکه چې هغه(عام وګړي) ته د بجلۍ، ګېس او پټرولو په مد کې کوم رعایت ېا سبسيډيز ورکړل کیږي حکومت به غواړي چې د پټرولو او نورو شيانو نرخونه سېوا کړي او رعایتونه بېرته واخلي او زما په خيال د آي اېم اېف د نوي پروګرام لومړی بد اثر به په عام تن کېږي"

ملګرو ملتونو د روان او راتلونکي مالي کال په مهال د پاکستان د تېزې اقتصادي ترقۍ وړاندوینه کړې او په خپل رپورټ کې یې ويلي چې کال 2024 او 2025 کې په پرله پسې توګه د اقتصادي ودې د کچې 2 او 2.3 فيصد پورې د پاتې کېدو امکان دې. او ورسره یې کال 2024 کې د 26 فيصدى ګرانۍ په کال 2025 کې 12.2 ته د را کوزېدو هم زېری ورکړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00