شاته

تاجیکستان د مسکو د موسیقۍ په یو تالار د وسله وال برید په تړاو ۹ تنه نیولي– سرچینې

په تاجیکستان کې یوې امنیتي سرچینې، د جمعې په ورځ، مارچ ۲۹ (وري لسمه) د رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو، روانه اوونۍ نهه تنه په روسیې کې د تیرې جمعې ورځې د موسیقۍ د یو تالار دننه د وسله وال برید او د سخت دریځه اسلامپالې ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

د تیرې جمعې په ورځ د مسکو د کروکس ښارګوټي د موسیقۍ تالار دننه د وسله وال برید په ترڅ کې ۱۴۳ تنه ووژل شول او ۱۸۲ نور ژوبل شول. دا په تېرو دوو لسیزو کې په روسیې کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي، کوم چې د داعش ډلې یې د ترسره کولو ادعا کړې ده.

دغه مرګونی برید چې په تېرو شلو کلونو کې په روسیې کې تر ټولو ستر برید ګڼل شوی، څلور تاجیکستاني شکمن وسله وال یې په ترسره کولو تورن شوي دي. دوی له اوو نورو شکمنو کسانو سره چې ځینې یې د پخواني شوروي د مرکزي اسیا هیوادونه اتباع هم دي، یو ځای نیول شوي دي.

یادې امنیتي‌ سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، مسکو ته څېرمه د کروکس ښار د موسیقۍ په تالار کې د تروریستي برید له عاملانو سره د تړاو په تور د تاجیکستان د پلازمینې دوشنبې ښار "د وحدت سیمې" ۹ تنه اوسېدونکي ونیول شول.

همدارنګه ځینو سرچینو د رويټرز خبري آژانس ته ویلي،‌ تاجیکستان د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړیتوب ترڅنګ چې د روسیې د یوې پوځي اډې کوربه دی، ددغو شکمنو وسله والو کورنۍ غړي یې هم نیولې دي، څو روسي پلټونکي په پلازمینه دوشنبې کې ترې پوښتنې ګرویژنې وکړي.

تاجیکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، لس میلیونه نفوس لري او د نفوس ډېره برخه یې مسلمانان دي. د تاجیکستان د کاري ځواک یوه برخه د عاید او کارموندنې لپاره په روسیه تکیه کوي، ځکه چې د ۱۹۹۰ میلادي کال د کورنۍ جګړې په بهیر کې ددغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن شو.

پداسې حال کې چې "داعش" په مسکو کې د موسیقۍ د یو تالار دننه د وسله وال برید برید پړه پر غاړه اخیستې، امریکايي چارواکي وايي، دوی داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي دغه برید " د اسلامي دولت د خراسان ډلې " له خوا ترسره شوی دی.

روسي پلټونکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی داسې شواهد موندلي چې په مسکو کې د موسیقۍ تالار کې وسله وال د "اوکراین ملتپالو" سره تړاو لري، خو دا ادعا سمدلاسه د متحده ایالاتو لخوا د بې بنسټه پروپاګند په توګه رد شوه.

همدارنګه، کیف هم په مسکو کې د موسیقۍ پر تالار برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي شنبه مارچ ۲۳ (وري څلورمه) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو، چې پوتین تر دې وړاندې هم په روسیې کې د ډله ایزو وژنو او چاودنو ملامتي په نورو اچولې وه. زیلنسکي لیکلي: " د دې پر ځای چې د خپلو اتباعو خیال وساتي او هغوي ته وینا وکړي، دا بې کفایته پوتین فکر کوي چې څنګه دا پیښه د اوکراین سره وتړي."

د جمهور رئیس زیلینسکي تر څنګ ددې هیواد د ولسمشر مرستیال میخایلو پودولیک هم په ټیلیګرام لیکلي، چې هیواد یې له دغه برید سره "هیڅ تړاو نه لري."

فورم \ دبحث خونه