شاته

غور کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د قضیې جنجالي کېدل؛ « طالبان پکې ښکېل دي»

د بشري حقونو او د ښځو له حقونو څخه د دفاع یو شمېر بنسټونو د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د یوې ځوانې نجلۍ د جبري وړلو په غبرګون کې چې ويډيو يې په خواله رسنيو خپره شوې اندېښنه څرګنده کړې.

د دغو بنسټونو مسوولین له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت د خلکو؛ په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې په جنایتونو تورنوي او زياتوي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

د شنبه هاى ارغواني د غورځنګ مشرې مریم معروف آروین له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه کړنه یو غیر انساني او اسلامي عمل بولي.

هغې زیاته کړه:

"هغه څه چې طالبانو په غور کې د دغې ١٧ کلنې نجلۍ پر وړاندې ترسره کړي دي، د طالبانو د هغو جنايتونو يوه وړه برخه ده چې په تېرو درېيو کلونو کې په رسنيو کې خپاره شوي دي، مونږ د طالبانو د دغه ډول بشري او اسلامي ضد عمل په غندلو سره ، د بشري حقونو له بنسټونو او د ښځو له حقونو له سازمانونو غوښتنه کوو، څو پر طالبانو فشار راوړي او نړیواله ټولنه دې د طالبانو په واک کې ساتلو سره د افغان ښځو له تدريجي مرګ لاس واخلي."

د افغان ښځو د سیاسي شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبان د خلکو په وړاندې د داسې جنایتونو په ترسره کولو کې د ځان پر وړاندې هېڅ خنډ نه ويني او د افغانستان خلک هم هېڅ داسې مرجع نه لري چې شکايت ورته وکړي.

نوموړې ادعا کوي وايي:

" دوی د افغانستان د ابادۍ او بیارغونې لپاره نه دي راغلي؛ بلکې د خلکو په وړاندې له کرکې، او تاوتريخوالي سره راغلي، له کومې ورځې چې راغلي نیابتي جګړې، د خلکو د مالونو غلا، د خلکو ځمکې یې غصب، زور نيونه اختتاف او ټول جنايتونه يې تر سره کوي او هېڅ ډول خنډ هم د ځان په وړاندې نه ويني او د افغانستان خلک هم هېڅ مرجع نه ويني چې هلته خپل شکايتونه درج کړي."

د طالبانو پر وړاندې د یو شمېر مېرمنو اعتراض - ارشیف
د طالبانو پر وړاندې د یو شمېر مېرمنو اعتراض - ارشیف

د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنيو کې یوه ویدیو خپره شوه، دې ويډيو کې ليدل کیږي چې د افغانستان د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې يوه ځوانه نجلۍ د طالبانو له لوري د خپل پلار له کوره په زوره ایستل کیږي.

د ځينو راپورونو د ادعاوو له مخې، دغه پېښه د کب مياشتې په ٢٣ مه نېټه د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو د يو ولسوال سره د دغې نجلۍ د واده کولو په موخه شوې ده.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د نجلۍ کورنۍ د هغې د وړلو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه کوي، خو د طالبانو له خوا وهل کېږي.

په غور ولایت کې سرچینې ادعا کوي چې د پسابند ولسوال خیرالله خیرخواه او د دې ولسوالۍ د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحمید خالد هم په دې ویډیو کې لیدل کېږي.

خو د طالبانو حکومت یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط دا پېښه یوه کورنۍ شخړه بللې او په یوه لیکلي پیغام کې یې ویلي:

" دا قضیه یوه کورنۍ موضوع ده. يوه نجلۍ چې څلور میاشتې وړاندې یې واده کړی و، د پلار کور ته له راتګ وروسته بېرته د مېړه کور ته نه تله، د کلي سپين ږیرو او د قوم سیمه ییزو مخورو درې ځلې پرېکړه کړې وه چې دغه نجلۍ دې د خپل مېړه کور ته ولاړه شي اود مهر یو لک افغانۍ یې چې ترې پاتې شوې وې د نجلۍ پلار ته ورکړل شي، خو نجلۍ بيا هم نه وه تللې ، بیا قومي سپين ږيرو د ولسوالۍ له مسوولینو وغوښتل چې د قومي پرېکړې په عملي کولو کې له دوی سره همکاري وکړي، دا موضوع چې ګواکې دا نجلۍ په زوره کوژده کېږي او سيمه ییزو مسولينو غوښتل چې دا نجلۍ ځانته نکاح کړي په بشپړ ډول دروغ دي."

دغه سرچينه په دې پېښه کې د ولسوال لاس لرل ردوي او وايي چې په تړاو يې د امنيې قوماندانۍ يوازې څو پوليس نيول شوي دي.

خو سرچينې په دې پېښه کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالحميد خالد لاس لرل نه تاييد او نه هم رد کړل.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمېر بنسټونه په دې اړه اندېښنه څرګندوي وايي چې طالبان د سنګسار، اعدام او په عام محضر کې سزا یوازې افغانستان کې پر عامو خلکو پلې کوي؛ بلکې د دوی په ټکو د خپلو حکومتي چارواکو د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله دي.