شاته

سپینه ماڼۍ: د مسکو د برید په اړه مو روسیې ته لیکلی خبرداری ورکړی و

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل ۹) وویل چې د روسیې تور چې اوکراین په مسکو کې په وژونکي برید کې لاس درلود، "چټیات" دي او د اسلامي دولت ډله د دې پیښې "یوازنۍ مسؤله" ده.

د مسکو په کروکس ښار کې د کنسرت پر تالار د تیرې اونۍ په برید کې څه دپاسه ۱۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي وو چې پړه یې د داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې امریکا د روسیې امنیتي ادارو ته په مسکو کې پر لویو غونډو د سخت دریځو د برید په اړه لیکلی خبرداری ورکړی و، چې یو له لږ شمیر معلوماتو څخه و، چې له پېښې مخکې وړاندې شوي وو.

کربي وویل پوره څرګنده ده چې د داعش ډله په مسکو کې د تیرې اونۍ د وحشتناک برید مسؤولیت په غاړه لري او په حقیقت کې "امریکا هڅه وکړه چې د دې ترهګریز برید مخه ونیسي، او کرملین په دې پوهیږي."

د کربي له څرګندونو لږ مخکې، د روسیې د تحقیقاتو کمیټې اعلان وکړ چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د تېرې جمعې په ورځ برید کوونکي څلور وسله وال وو چې د "اوکراین له ملتپالو" سره یې تړاو درلود او له اوکراین څخه یې نغدې پیسې او ډیجیټل اسعار ترلاسه کړي وو.

کربي د روسیې دغه ادعاوې "چټیات او پروپاګند" وبللې. هغه وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو روسي چارواکو ته څو وارې مخکې خبرداری ورکړی و چې په مسکو کې په کنسرتونو او نورو لویو غونډو باندې د افراطي بریدونو په اړه معلومات په کې شامل وو.

د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند زياته کړه چې په دې ليکلي خبرداریو کې د مارچ د اوومې نېټې يو خبردارى هم شامل دى چې د روسيې امنيتي ادارو ته د سهار په ١١:١٥ بجو وړاندې شوى و.

کربي وویل چې متحده ایالاتو "د مشخص شویو چینلونو له لارې عادي پروسې پرمخ یوړې چې دمخه څو ځلې کارول شوي دي او د روسیې امنیتي ادارو ته یې کابي خبرداری ورکړ".

د تیرې جمعې د ورځې برید په تیرو دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو په څنډه کې د کنسرت پر تالار برید یو "وحشیانه ترهګریز برید" بللی او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې مجازات شي.

فورم \ دبحث خونه