شاته

په رفح کې د اسرایل د مجوزه عملیاتو په اړه خبرو دپاره به اسرایلي پلاوی د امریکې سفر کوي

د غزه په رفح ښار کې د حماس خلاف عملیاتو په اړه خبرو دپاره به اسرایلي چارواکي د امریکې سفر کوي. د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل کې په غزه کې د ډز بندۍ قرارداد د منظورېدو وروسته اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دغه دوره ځنډولې وه. امریکې د ملکړو ملتونو په قرارداد د رای ورکولو او د وړاندې په څېر قراراد د ویټو یا مسترد کولو نه يې ډډه کړې وه.

که څه هم نېټن یاهو امریکې د اسرایلي پلاوي دوره ځنډولې وه، د اسرایل دفاع وزیر یواو ګېلېنټ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره خبرو دپاره دا هفته په واشنګټڼ کې و.

نېټن یاهو ویلي حماس د ختمولو دپاره په رفح کې عملیات ضروري دي خو امریکا د مجوزه ځمکني عملیاتو مخالفت کوي. په رفح کې د یو مېلین نه زیاتو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

اسرایل وايي په رفح کې د حماس څلور ډلې با بټالېینې موجود دي او د عملیاتو نه مخکې په ملکی خلک د رفح نه وباسي. اسرایل دا نه ده واضحه کړې چې د مصر په پولې پروت ښار نه به ملکي خلک چېرته منتقلوي.

نېټن یاهو د اسرایل په دوره د امریکې د سېنېټ غړي رېک سکاټ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د قرارداد نه د امریکې ډډه کول خراب کار وو خو هغه امریکې ته د اسرایلي پلاوي دوره ځکه منسوخ کړې وه چې حماس ته یې دا پېغام ور کول غوښتل چې د ډز بندۍ دپاره د ملګرو ملتونو په قرارداد دې تکیا نه کوي. د نېټن یاهو په قول په اسرایل د ډز بندۍ دپاره فشار بې کاره دی.

نېټن یاهو وویل د ملګرو ملتونو قرارداد حماس ته حوصله ورکړه چې خپل دریځ سخت کړي او ګمان یې کولو چې قرارداد په اسرایل د جنګ اهداف د ترلاسه کولو نه منع کړي. اسرایل ویلي د حماس په ولکه کې د ۱۰۰ یرغمال کسانو د ازادۍ او حماس د ختمېدو پورې به جنګ ته دوام ورکوي.

وایټ هاوس وویل دا ښه خبره ده چې اسرایلي چارواکو سره په رفح کې د مجوره عملیاتو په اړه خبرې وشي. وایټ هاوس وویل د مذاکراتو دپاره د نېټې ټاکلو په موضوع بحث دوام لري.

بلخوا د لبنان حزب الله ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په شمالي اسرایل د راکټونو حملې وکړې. د دې نه مخکې په لبنان کې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې په شمالي لبنان کې اووه کسان وژل شوي وو.

د اسرایل د بېړني خدماتو ادارې وویل د حزب الله په حمله کې یو تن وژل شوی دی.

اسرایلي پوځ وویل په هوايي بمبارۍ کې یې په لبنان کې پوځي وداني په نخښه کړې وه چې په کې د جامعه السلامیه نومې ډلې هغه غړی ووژل شو چې په اسرایل د حملې حمایت به یې کولو. جامعه اسلامیا او د لبنان امنیتي سرچینو د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د اووه کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو.

اسرایلي پوځ دا هم وویل چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې په غزه کې د الشفا هسپتال شا او خوا عملیات وکړل او په خان یونس ښار کې ځمکني عملیات او هوايي حملې وکړې.

په غزه کې د ډز بندۍ دپاره د ملګرو ملتونو د قرارداد باوجود په سیمه کې د عارضي اور بند دپاره د امریکې، مصر، قطر او د اسرایل مذاکرات لا هم څه نتیجې ته نه دي نږدې شوي. دغه ملکونه د تېرو څو هفتو راهسې د عارضي جنګ بندۍ، یرغمالانو د ازادۍ او غزه ته د انساني امداد په اړه مذاکرات کوي.

یو اسرایلي چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ روېټرز خبري ادارې ته وویل په مذاکراتو کې د جمود په سبب اسرایل خپل مرکچیان د قطر نه بېرته رابللي دي. په اووم اکتوپر په اسرایل حمله کې تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال نیولي وو. اسرایل په کلکه د یرغمل کسانو د ازادۍ غوښتنه کوي.

نېټن یاهو ویلي حماس د "لېونتوب" مطالبې کوي. د حماس چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل مرکچیان به يې خپلې غوښتنې نه بدلوي، چې په کې د غزه د اسرایل مکمله انخلا او د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې د اسرایل د قېد څخه د فلسطینیانو ازادېدل شامل دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي. د حماس په حمله کې د نیول شویو یرغمالانو څخه ۱۰۰ د نومبر په میاشت کې د عارضي ډز بندۍ په مهال د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې خوشي کړی شوو.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د وسله والې ډلې خلاف عملیات شروع کړي دي. د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې تر اوسه پورط د ۳۲۴۰۰ نه زیات کسان د اسرایل په عملیاتو کې وژل شوي دي. په غزه کې په وژل شویو کسانو کې د حماس وسله وال هم شامل دي او د غزه د صحت وزارت وايي د وژل شویو کسانو څخه دریو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00