د پاکستان وزیراعظم د چيف جسټس سره ليدلي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چيف جسټس قاضي فايز عيسا سره ليدلي، دا ليدنه په داسې وخت کې شوې چې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو د سپريم جوډيشل کونسل نه په يو خط کې غوښتنه کړې د خفيه يا پټو ادارو لخوا په ججانو د اثر اندازه کېدو او لاسوهنې په سر دې جوډيشل کنونشن وبلل شي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د چيف جسټس سره د شهباز شريف په ليدنه کې د قانون وزير اعظم نذير تارړ او اټارني جنرل منصور عثمان هم موجود وو.
د ليدنې په اړه په رسمي توګه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو ويل شوي، په ليدنه کې به د ججانود خط په اړه هم خبرې شوي وي.
د وزيراعظم د چیف جسټس سره د ليدو نه وړاندې، پرون اټارني جنرل هم د چيف جسټس قاضي فايز عيسا سره ليدلي وو.
جسټس، محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د مبینه لاسوهنې په سر د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه کړې ده.
پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان بار کونسل ويلي، ججانو چې کومه اندېښنه څرګنده کړې دا سنګينه معامله ده سمدستي توجه ته اړتيا لري.
د ججانو د خط چې پکې د خفيه ادارې (آی اېس آي) په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف هم د ججانود خط د پلټنې غوښتنه کړې ده.
په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او له عدالتي کنونشن څخه به درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.
په خط کې ویل شوي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.
شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی و او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.
خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.
په خط کې لیکل شوي چې په عدلیه کې د استخباراتي ادارو د ممکنه مداخلت په اړه د جسټس رېټاېرډ شوکت عزیز صديقي د تورونو حمایت کوي. په خط کې غوښتنه شوې چې د جسټس صدیقي د تورونو په اړه تحقیقات دې وشي.
په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې سخت فشار اچول شوی وو.
ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره خبره شوې، بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.
Forum