شاته

د امریکې په ایلینوی ریاست کې یو تن په چاړه څلور تنه وژلي، اووه یې ټپیان کړي دي

د امریکې په ایلینوی ریاست کې یو تن پر خلکو د چړې برید کړی چې د پولیسو په وینا څلور تنه یې وژلي او پینځه نور یې ټپیان کړي دي، وایي په ټپیانو کې هم د یو تن حالت مرګونی دی.

د راکفرډ ښار د پولیسو مشره کارلا ریډ وایي د چړې دا برید د چارشنبې- شورو په ماسپښین شوی او وایي یو 22 کلن تن د دې برید په شک نیول شوی خو وایي دا نه ده معلومه چې د برید انګېزه څه وه:

"له مشکوک تن څخه دا وخت پوښتنې روانې دي، موږ ته نه ښکاري چې دا وخت دې نور مشکوک کسان هم وي چې تښتېدلي وي".

د پولیسو په وینا درې تنه ځای پر ځای وژل شوي او څلورم تن په روغتون کې ساه ورکړې.

په وژل شویو کسانو کې یوه 15 کلنه نجلۍ، یوه 63 کلنه ښځه، یو 49 کلن او بل 22 کلن سړي شامل دي.

د پولیسو مشرې د دغو کسانو پر وژل کېدو خواشیني ښکاره کړې او وایي "زه نه شم کولای، لفظونه راسره دا وخت مرسته نه کوي چې څه ووایم، دا ډېره دردوونکې پېښه ده، زړه مې دا وخت له هغو کورنیو سره دی چې انساني زیان یې شوی".

د پولیسو مشره وایي په دې پېښه کې پینځه تنه ټپیان شوي دي، خو د وینیبېګو کاونټۍ د پولیسو د دفتر د پبلک معلوماتو افسر کوري هیلیارډ اسوسیېټیډ پریس ته ویلي له پېښه وروسته ماښام دوه تنه نور هم د دې پېښې په ټپیانو کې وو.

د وینیبېګو کاونټي د پولیسو یوه مشر ګېري کاروېنا وایي، دا پېښه لومړی په فلورانس سړک باندې په یو کور کې وشوه، خو وایي له دې کوره بهر هم کسان په چړو وهل شوي دي.

ګېروي کاروېنا وایي‌ یوه ځوانه ښځه چې له بریدګره یې منډې وهلې پر لاسونو او مخ یې د چړو ګوزارونه شوي، وایي هغه اوس په روغتون کې ده او حالت یې نازک دی:

"یوه تکړه لاروي د هغې د ژغورلو هڅه کړې، هغه هم په چړو وهل شوی خو ښه دی او له روغتون وتلی".

د راکفرډ سیمې یوې ځایي اوسېدونکې روت ګېلیګر سي بي ایس ټیلیویژن ته ویلي، هغه ډېره خفه ده ځکه چې وایي‌ په دې پېښه کې یې د سیمې یو د اوږدې مودې د پوسته خانې کارګر یا پوسټ مېن هم وژل شوی دی. د امریکې پوسټل انسپېکشن سرویس منلې چې په پېښه کې د خطونو وړونکی هم وژل شوی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00