شاته

ایا افغان طالبان د پاکستان له پوځ سره جګړه کولای شئ؟

افغان طالبانو په واک باندې له قبضې راهیسې په تېرو دوه نیمو کالو کې په جګړه ځپلي افغانستان کې خپل سخت دریځه نظام رامنځ ته کړی خو لا تر اوسه یې خپل جګړیز ځواک دودیز یا سنتي پوځ ته نه دی اړولی.

امریکا غږ له یو شمېر څېړونکو سره خبرې کړي څوک چې وايي، پخوانی یاغي ځواک اړتیا نه لري چې د داعش څخه د ورپېښو ګواښونو او له ګاونډي پاکستان سره د زیاتېدونکو ستونزو لپاره یو معیاري پوځ باید ولري.

د سټراټیژیکو مطالعاتو لپاره د نړیوال انسټیټیوټ لخوا د نړۍ د پوځونو په یو کلنۍ ارزونه کې راغلي، چې افغان طالبان ۱۵۰۰۰۰ فعال جنګیالي لري.

د طالبانو پوځي مشر قاري فصیح الدین فطرت رویټرز خبري ادرې ته تېر کال ویلي و، چې اداره یې پلان لري خپل ځواک کې نور ۵۰۰۰۰ کسان هم زیات کړي خو هغه د دغه زیاتوالي لپاره کومه نېټه او چوکاټ څرګند نه کړ.

طالبانو واک ته له راتلو وروسته خپله دفاعي بودېجه نه ده اعلان کړې.‌

هغوی خپل دفاعي ځواک د ځانګړو ځواکونو د دریو کنډکونو او اتو قول اردوګانو لاندې تنظیم کړی.

د طالبانو پوخ ډول ډول زرې موټرې، توپونه، درې سپکې الوتکې او ۱۴ هیلې کوپټرې لري چې له امریکا پاتې بلاک هاک هیلې کوپټرې هم پکې شاملې دي او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له ماتېدو پاتې دي.

طالبان همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو له وخت څخه څو دانې روسۍ برید کونکې هیلې کوپټرې هم لري.

وړتیا او ظرفیت:

که څه هم د امریکا پوځ په افغانستان کې د نېږدې اوه میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پریښي دي، خو پوهان د ځینو پېچلو پوځي وسایلو په کارولو کې د طالبانو وړتیا محدوده بولي.

د امریکا په سولې انسټیټیوټ کې د اسفندیار میر په نامه یو کارپوه وايي،

"له بهر سره د حفظ مراقبت یا مینټېنېنس او د موادو له قراردادونو پرته چې په اصل کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونو سمبالول داسې نه ښکاري چې دوی به په زیاته کچه له دغو وسایلو څخه کار واخیستل شي."

په کوینسي انسټیټیوټ کې د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال مشر اډم وینسټین امریکا غږ ته وویل،‌ چې طالبان د خپلو ځواکونو په روزلو کې له ستونزو سره مخ دي کټ مټ هغه ډول چې د افغانستان د ملي‌ دفاع ځواکونه ورسره مخ وو.

وینسټین چې د امریکا پخوانی سمندري سرتیری پاتې شوی او په افغانستان کې یې هم په ۲۰۱۲ کال کې خدمت کړی دی وویل،

"دوی تر ډېره نالوستو کسانو سره کار کوي چې د عسکرۍ بنیادي وړتیاوې باید ورزده کړي."

له پاکستان سره جګړه:

هغه کارپوهان چې امریکا غږ ورسره خبرې کړي په دې موافق دي چې طالبان داسې ځواک نه لري چې د نړۍ یو له لویو اټومي پوځونو سره وجنګېږي بلکه وايي،‌ کابل کولای شي چې د پاکستان پرضد په غیر دودیزو (انکانوینشنل) تکتیکونکو کې ښکېل شي.‌

وینسټین وايي، "دوی کېدای شي د ټي ټي پي په کنټرول کې لږ څه وکړي او یا ښايي ټي ټي پي ته خلاص لاس ورکړي چې په پاکستان کې لا ستر بریدونه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه،‌ طالبان ټي ټي پي ته "د پاکستان د دولت پرضد د بغاوت د پالیسۍ په سترګه ګوري."

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فشارونه زیات شوي، سمېت وايي،‌ کابل همدارنګه کولای شي چې په مهمو سیمیزو پروژو کې هم خنډ شي.

د بیلګې په توګه له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږل او تجارتي پروژه ده چې د کاسا زر په نامه یادېږي.

د دغې پروژې له لیارې به له مرکزي اسیا څخه د افغانستان له لیارې د انرژۍ تږي هېواد پاکستان ته برېښنا ورسېږي.

پوهان دا هم وايي، چې افغان طالبان همدارنګه کولای شي چې د پاکستان او د مرکزي اسیا ترمنځ په ځمکنۍ لاره کې هم خنډ جوړ کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یو پلاوي په دې اونۍ کې له افغان سیالانو سره په کابل کې په داسې حال کې لیدلي چې دوه اړخیزه سوداګري د سرحدي لارو د بندېدو او ستونزو له امله کمه شوې ده.

پوهان دا مني چې که څه هم له ګاونډیانو سره د افغان طالبانو دودیزه جګړې چانس ډېر کم ښکاري خو دا خبرداری هم ورکوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان یو غیر متوازن جګړیز ځواک لري چې ځان وژونکي یا فدایان هم لري او د سیمې پر خلکو هم غږ کولای شي چې له خپلو وسلو سره جګړې ته راووځي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00