شاته

د امریکا پخوانی سیاستوال او سناتور جوزف لیبرمن مړ شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا پخوانی غړی جوزف لیبرمن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل اتمه) په ۸۲ کلنۍ کې مړ شو.

دی په سنا کې د امریکا د کنېتکت ایالت استازی و. د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس، د لیبرمن کورنۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې هغه د نیویارک په ښار کې په ځمکې کې د غورځېدو له کبله مړ شوی دی.

جوزف لیبرمن په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا په ټاکنو کې د جمهوري ریاست د کاندید مرستیال نوماند و.

دی همدغه راز د «اتومي ایران په ضد ټولنې» مشر هم و. دغه ټولنه په ۲۰۰۸ کې جوړه شوې وه چې ایران پرېنږدي د اتومي وسلو څښتن شي.

ده له ایران سره د مذاکرې پلویانو ته ویلي وو: «هغوی چې غواړي له ایران سره مذاکره وکړي، باید پوه شي چې په دې لارې تګ شوی او هېڅ ځای ته نه رسيدلی نه دی.»

لیبرمن د ۲۰۰۴ کال په ټاکنو کې هڅه وکړه چې د خپل دموګرات ګوند له لوري جمهوري ریاست ته ونومول شي، خو بریالی نه شو. هغه په عراق کې د جګړې کلک ملاتړی هم و، چې وروسته بیا په یو مستقل سیاستوال بدل شو.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې په ټاکنو کې په پخواني ولسمشر بارک اوباما باندې کلک انتقادونه وکړل او همدغه کار د هغه د ګوند یو شمېر غړي ناراضه کړل.

دی د همجنسبازانو د حقونو، د افرادو د مدني حقونو، د سقط جنین د حق او د چاپيریال ساتنې د اهدافو کلک ملاتړی و چې ځینو د هغه دا دریځ ستایه.

جوزف لیبرمن د امریکا د ییل پوهنتون د حقوقو له څانګې څخه فارغ و او د ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې د کنېتکت ایال لوی څارنوال و.

فورم \ دبحث خونه