شاته

چین پاکستان کې د خپلو وګړو تحفظ غوښتی، شهباز شریف وايي د شانګلې برید ذمه وارو ته به سزا ورکوي

د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې په چیني انجنیرانو ځانمرګي برید کې د پینځو چینایي انجینیرانو اؤ د هغوي د ډرایور له وژل کیدو وروسته چین له پاکستانه ددې برید د هراړخیزه پلټنو اؤ پېښه کې ککړو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

له ځانمرګي برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی اؤ د چین سفیر سره یې په دې پېښه خواخوږي ښودلې ده. وزیراعظم د چین صدر اؤ وزیراعظم ته د پېښې په حواله د خواخوږۍ پیغامونه هم لیږلي دی.

وزیراعظم د چین سفیر ته باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو اؤ د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي.

تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې برید کوونکو د چاودیدونکو موادو نه یو ډک ګاډی د چینایي انجنیرانو د ګاډي سره ټکر کړی ؤ چې پکې پينځه چینایي انجنیران اؤ د هغوي ډرایور وژل شوي وؤ.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د چین سفیر سره خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي د هغه په ګډون د ټول قام خواخوږۍ دې پېښه کې د وژل شوؤ چینایي وګړو له کورنیو سره دي.

وزیراعظم باور ورکړی چې حکومت به په لوړه کچه ددې پېښې پلټنې کوي اؤ په پېښه کې ککړو کسانو اؤ د هغوي سهولت کارانو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکوي .

هغه ویلي چې حکومت به یې د پاکستان اؤ چین دوستۍ ته د ضرر رسولو داسې ناوړه هڅې کامیابېدو ته پرې نه ږدي.

هغه ویلي چې دښمنانو دا کار سي پیک پروژې ته د ضرر رسولو په خاطر کړی خو ویلي یې دي چې هغوي به کله هم پخپلو ناوړه هڅو کې بریالي نه شي.

د چین سفارتخانې پخپل یو بیان کې دا پېښه د افسوس وړ بللې اؤ د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې وکړي په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.

د چین په بیان کې غوښتنه شوې ده چې پاکستاني چارواکي باید د چین د وګړو حفاظت لپاره موثره اؤ عملي ګامونه پورته کړي.

په عین حال کې تربیلا غازي هري پور کې د بجلۍ جوړولو یوې چینايي کمپنۍ په بشام شانګله کې په چینايي انجنیرانو له شوي برید وروسته تر نامعلومې نیټې پورې د کار بندولو اعلان کړی دی.

دغه پراجیکټ ته پنځمه توسیعي منصوبه ویل کېږي او د پراجیکټ چارواکي وايی چې په مجموعي توګه ددې پراجیکټ لاندې د 1530 میګا واټه بجلۍ جوړولو باندې کار روان دی.

د تربیلا توسیع هایډرو پراجیکټ منیجمنټ پاور کنسټرکشن کارپورېشن اف چاینه لمیټډ په نوم چینايي کمپنی خپلو کارکونکو ته په یو لیک کې ویلي چې د مارچ له 26مې نیټې څخه د امنیتي وجوهاتو له امله په پراجیکټ کار تر بل امر پورې تړل شوی.

د پراجیکټ کارکونکو ته ویل شوي چې یواځې هغه سټاف د کار لپاره راتلی شي چې د پراجیکټ د کومې څانګې انچارج یا مشر یې راوغواړي.

د نهې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د پوليسو مشر (ډي آی جي) محمد علي ګنډاپور رويټرز خبري ادارې ته ويلي، په شانګله کې د بشام بازار نه څو کیلومیټره بهر یو ځانمرګي بريد کوونکي د چينايي اينجينيرانو قافله په ‏نخښه کړې ده، کومه چې د اسلام اباد نه د داسو کېمپ ته روانه وه. ‏

هغه ويلي، په بريد کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي دي.‏ تر ناوخته په سیمه کې کومې ډلې د بريد زمه واري نه ده منلې.

څیړونکي وايی چې په شانګله بشام کې په یو ځان مرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې پېښه په یو داسې وخت شوې ده چې چین غواړي د بیلټ اینډ روډ انیشیټو نړیوال پراجیکټ لاندې د سي پیک د ځنډ ښکار منصوبې بیا په چټکتیا سره پیل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00