شاته

وزيرستاني کډوال: د حکومت په ورکړل کېدونکو مالي مرستو مو ضرورتونه نه پوره کيږي

د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان نزدې ‏‎17,000‎‏ بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 35 کروړه روپۍ ‏مالي مرستې جاري کړې دي، خو کډوال وايي د ګرانۍ له وجې دوی ته ورکول کېدونکې مرستې یې ضرورتونه نه پوره کوي.‏

د پي ډي ایم اې ډايریکټر جنرل قېصر خان له دفتره جاري شوي بیان کې ویل شوي دا د مرستو 114 قسط دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به هرې رجسټرډ ‏کورنۍ ته 20000 روپۍ د موبایل سیم د لارې ترلاسه شي.‏

کډوال وایي په دې ګرانۍ کې دا مرستې د نشت برابر دي او د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.‏

په لکي مروت سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان یو کډوال فتح الله وویل دا هغه مرستې دي چې لس کاله وړاندې دوی ته د خپلې سیمې پرېښولو پر ‏مهال جاري کړل شوې دي، اوس د څيزونو بیعې زياتې شوې خو دا مرستې نه دي زیاتې شوې چې په دې کډوالۍ کې د دوی ضرورتونه نه پوره ‏کوي.‏

هغه وویل، "هغه وخت دا مرستې څه د کار وې اوس ګراني سیوا شوې د څيزونو بیعې په څو ګنا زیاتې شوي دي مونږ بیا بیا غوښتنه کوو چې په دې ‏کډوالۍ کې دا مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي او که حکومت سره د مرستو د پاره پېسې نه وي مونږ دې بیرته خپلې علاقې ته واپس کړي هلته زمونږ ‏پټي دي، د کرومایټ غرونه دي او د ځڼغوزو ځنګلونه لرو هلته بیا مرستو ته اړتیا نشته خو حکومت زمونږ د واپسۍ غوښتنه هم نه مني".‏

د پي ډي ایم ای مشرې صوبیه حسام طورو وويل د شمالي وزیرستان د ترهګرۍ څخه متاثرينو کورنیو چې کومې مرستې ورکړل کیږي دا د نشت برابر دي ‏خو بیا هم هر ې کورنۍ ته د میاشت 20000 روپۍ د خرڅ خوراک دپاره ورکړل کیږي چې په کډوالۍ کې د هغوي مالي مشکلات راټیټ کړي.‏

یو بل کډوال محمد نور وویل تر اوسه د تیرو درې میاشتو پوره مرستې نه دي ورکړل شوي، هغه وویل دوی د تیرو میاشتو سامان په پور راوړی او دا د ‏مرستو پېسې به پور کې ورکوي.‏

د محمود نور په وینا ماشومان یې تر اوسه د اختر جامې او بیزار نه لري. ‏وایي د کډوالۍ په وخت حکومت دا امدادي مرستې منلې خو تر اوسه دوی ته په وخت نه ورکړل کیږي او د ځنډ نه کار اخلي:

" اوس چې دا مرستې ‏جاري کړې دا خو مونږ په پور سامانونه راوړي هغې کې به لاړې شي خو تر اوسه زمونږ د دو نورو میاشتو مرستې لا پاتې دي دغلته اختر راغې خلک تیارۍ ‏کوي زمونږ ماشومانو نه بیزار او نه د اختر جامې شته او که چرته د نورو پاتې میاشتو پېسې جاري کړي چې د اختر تیارۍ پرې وکړو".‏

صوبیه حسام طورو وايي د کډوالو مالي مشکلات ټیټولو د پاره به د اختر نه وړاندې دوی ته بل قسط د مرستو جاري کړي چې دغه کډوال هم د نورو خلکو ‏په څېر د خوشحالۍ اختر تیر کړي.‏

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال ‏‎2014‎م کې ضرب عضب نومي پوځي عملیات کړي چې له تر اوسه بې کوره شوي خلک بیرته په پشپړه توګه ‏نه دي ستانه کړي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00