شاته

امریکا: له اوږدې مودې د داعش خراسان د ترهګرو فعالیتونو پر وړتیا اندېښمن یو

د ماسکو، ایران او د افغانستان د کندهار په وروستیو بریدونو کې د داعش ډلې لاس لرلو ته په پام د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له اوږدې مودې راهیسې د دې ډلې د فعالیتونو د صلاحیت یا وړتیا په اړه اندېښنه لري.

د وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، امریکا دا خبره روښانه کړې ده چې د داعش خراسان ډلې په اړه هوښیار اوسېدو ته اړتیا ده او وایي د دې لپاره له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه کار کوي.

د وي او اې افغان څانګې خبریال له مېتیو میلره وپوښتل، طالبانو په وروستیو کې دعوه کړې چې داعش خراسان یې په افغانستان کې ځپلې، خو دې ډلې د ایران، ماسکو او کندهار بریدونو ته په کتو خپل فعالیتونه پراخ کړي، امریکا په افغانستان او سیمه کې د داعش خراسان دغو اقداماتو ته څنګه ګوري، مېتیو میلر وویل:

"موږ تل ویلي مهمه دا ده چې افغانستان نور د هغو ترهګرو لپاره په خوندي پناه ځای بدل نه ‌شي، چې غواړي- کېدای شي- امریکا ته زیان ورسوي. موږ په افغانستان کې له ترهګرو سره د حساب کولو په برخه کې خپله ژمنتیا ښکاره کړې او طالبانو ته مو هم صفا ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو مخنیوی د دوی په ګټه دی".

د امریکې د بهرنیو چارو مخکیني وزیر مایک پمپېیو هم په ماسکو کې وروستي برید ته په اشارې پرون ناوخته پر ایکس [مخکیني ټویټر] د داعش د خطر په اړه اندېښنه ښکاره کړې او لیکلي یې دي:

"د ماسکو له بریده ښکاري چې د داعش خطر لا نه ‌دی ختم شوی. د افغانستان په اړه د بایډن انتظامیې چلند دا خطر لا زیات کړی دی."

له کله راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، داعش خراسان ډلې په دې هېواد کې خپل بریدونه زیات کړي وو، خو اوس یې چې فعالیتونه د دې هېواد له پولو بهر شول، امریکایي چارواکو ورباندې اندېښنې ښکاره کړې دي او داسې ښکاري چې په خلاف یې د طالبانو له اقداماتو ډاډمن نه دي.

د امریکې د ریپبلکن ګوند یو سنېټر لینډسي ګراهم هم وړمه ورځ ویلي وو دې ته اړتیا ده چې امریکا باید د داعش د نه خپرېدو لپاره د افغانستان د پولې کنټرول په لا کې واخلي ګنې بیا به ډېر ناوخته وي. ښاغلي ګراهم پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي وو:

"موږ باید په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې هدفونه په سختۍ سره په نخښه کړو او د هغوی عملیات شنډ کړو ګنې بیا به ډېر ناوخته وي. "

د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، مخکیني وزیر او د کانګرس د غړي د څرګندونو په جواب کې لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې بیا بیا ویلي چې داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌‌ دی او دا ډله یې ځپلې ده.

داعش خراسان د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر شیعه مسلمانانو او د طالبانو پر چارواکو د حملو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې ده. د مارچ پر 21مه په کندهار کې د کابل بېنک مخته د ځانمرګي برید ذمه واري یې هم منلې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه.

د ماسکو له برید وروسته فرانس او یو شمېر نورو لوېدیځو هیوادونو په خپلو خاورو کې د داعش د ممکنه بریدونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، دوی په روس او ایران کې د داعش وروستیو "ترهګرو بریدونو" په اړه مخکې له مخکې خبرداری ورکړی وو او وایي په یورپ کې یې د دې ډلې پلانونه شنډ کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00