BBC
 شاته

د مالیزیا پولیس: د شمالي کوریا ډیپلومات د کیم جونګ نام وژنه کې لاس لري

مصاحبه خالد ابوبکر د انځور حقوق Reuters
Image caption خالد ابوبکر په یوه خبري ناسته کې د شمالي کوریا د ډیپلومات هیون کوانګ سونګ انځور وښوده او له هغه یې د یوه مشکوک په توګه یادونه وکړه

په مالیزیا کې د شمالي کوریا د مشر د ناسکه ورور په وژنه کې د شمالي کوریا یو ډیپلومات هم مشکوک دی.

د مالیزیا د پولیسو مشر خالد ابوبکر ویلي؛ د کوالالامپور په هوایي ډګر کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د ناسکه ورور کیم جونګ نام د وژنې پلټونکي مامورین په دغې وژنه کې د شمالي کوریا د سفارت پر دویم منشي هیون کوانګ سونګ شکمن دي. هغه زیاته کړه، د شمالي کوریا هوایي کرښې یو کارکوونکی کیم اوک اېل هم ددې قضیې په تړاو د مشکوکو په ډله کې دی.

د مالیزیا د پولیسو مشر په یوه مرکه کې؛ د وژل شوي کس نوم "کیم چول" یاد کړ چې په پاسپورت کې کیم جونګ ثبت شوی دی. هغه وویل؛ د مالیزیا دولت دغه هېواد کې د شمالي کوریا سفارت ته د لیک په استولو له دغو دوو کسانو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

خالد ابوبکر ویلي؛ داسې ښکاري څلور مشکوک کسان چې د شمالي کوریا وګړي دي د کیم جونګ د مړینې په ورځ خپل هېواد ته تښتېدلي دي، خو پولیس باور لري چې درې نور مشکوک کسان لا هم مالیزیا کې دي. تراوسه د شمالي کوریا یو تبعه ري جوګ چوی په دې تړاو نیول شوی دی.

مالیزیا له شمالي کوریا نه غوښتي چې دا څلور مشکوک کسان وروسپاري چې هغه هېواد ته تښتېدلي، ترڅو د ښاغلي خالد ابوبکر په وینا ددې پېښې په تړاو په څېړنو له پولیسو سره مرسته وکړي.

+ د کیم له وژنې وروسته مالیزیا له شمالي کوریا خپل استازی ور وباله

+ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل ناسکه ورور مالیزیا کې وژل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د هوایي ډګر ویډیویي انځورونه د کوالالامپور هوایي ډګر کې کیم جونګ نام (خړ پتلون او کرتۍ کې) تر مړینې شېبه وړاندې ښيي

د تېرې اونۍ په دوشنبې (فبرورۍ ۱۳مه) کیم جونګ نومی د کوالالامپور په هوایي ډګر کې ماکایو ته د تګ په انتظار و چې د دوو ښځو لخوا پرې برید وشو او مړ شو. ویډیویي انځورونه چې له دې پېښې اخیستل شوي ښيي چې دا دوه ښځې هغه ته نژدې کېږي، یوه ښځه هغه له شا نیسي او بل د هغه پر مخ په زهرو لړلې ټوټه کش کوي. تردې پېښې وروسته، کیم جونګ نام وروسته روغتون ته تر رسېدو وړاندې ظاهرا د مسموم کېدو له امله مړ شو.

د مالیزیا د پولیسو مشر ویلي؛ داسې ښکاري چې دغه دوه ښځې یوه یې اندونیزیایۍ او بله د وېتنام ده، دنده ورکړل شوې وه چې په زهرو ککړه ټوټه د هغه پر مخ کش کړي. د شمالي کوریا تبعه ري جوګ چوی هم نیول شوی چې دا زهر یې د هغوی په واک کې ورکړي و.

د انځور حقوق AFP
Image caption مالیزیا کې د شمالي کوریا سفیر کوالالامپور کې د سفارت ودانۍ مخې ته خبریالانو سره خبرو کې د کیم جونګ نام په مړینه کې د خپل دولت هرډول اړیکه رد کړه

که څه هم د مالیزیا حکومت له شمالي کوریا سره دوستانه اړیکې لري، خو د کیم جونګ نام مړینه د اړیکو ترېنګلتیا لامل شوې او مالیزیا له پیونګ یانګ نه خپل سفیر وروغواړي.

د کیم جونګ نام تر مړینې وروسته، د شمالي کوریا سفارت د هغه د مړي له طبي ازموینو سره مخالفت کړی و او غوښتي یې و چې مړی یې وروسپاري.

د شمالي کوریا چارواکو د مالیزیا دولت تورن کړی چې د سوېلي کوریا د استخباراتو د خصمانه سپارښتنو تر اغېز لاندې یې د شمالي کوریا دولت د کیم جونګ نام په مړینه کې تورنوي. د لومړي ځل لپاره د سوېلي کوریا استخباراتو کیم جونګ نام په وژنه کې د شمالي کوریا د چارواکو لاس لرلو احتمال مطرح کړ.

+ د کیم جونګ نام د وژنې په تور دوې ښځې نیول شوې

کیم جونګ نام د مړینې پرمهال ۴۵ کلن و او له شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې، ډېر وخت یې له شمالي کوریا بهر او په تېره بیا د اسیا په سوېل ختیځ هېوادونو کې اوسېده. یو مهال له هغه د پلار احتمالي ځایناستي په توګه یادونه کېده، خو د هغه پرځای کیم جونګ اون دې څوکۍ ته ورسېد. د خپل هېواد د حکومتولۍ پر څرنګوالي د کیم جونګ نام نیوکو ظاهرا د کیم جونګ اون غوسه راپارولې وه.

که څه هم ویل کېږي کیم جونګ نام سیاسي خرص نه درلود، خو د داسې کورنۍ د غړي په توګه چې د درېیو نسلونو لپاره پر شمالي کوریا واکمنه ده، کولی شول د خپل ناسکه ورور لپاره بالقوه ګواښ وګڼل شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا اوسېدونکی ري جونګ چون د کیم جونګ په مړینه کې د لاس لرلو په تور د مالیزیا پولیسو لخوا نیول شوی - انځور د مالیزیا پولیسو لخوا خپور شوی