شاته

سعودي او اسرائیل: ایران نړیوال تروریزم پالي

د سعودي د بهرنیو چارو او د اسرایلو د دفاع وزیرانو ويلي چې ایران په منځني ختیځ کې ګډوډي جوړوي او له افراطي ډلو ټپلو مرسته کوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل تهران په نړۍ کې د تروریزم اصلي ملاتړی او په منځیني ختیځ کې یو ویجاړونکی ځواک دی چې غواړي موږ "ختم کړي".

نوموړي وویل ایران د بشار الاسد د حکومت ننګه کوي، په یمن کې حوثي بیلتونپالو او په سیمه کې نورو ورانکارو ډلو ته پېسې ورکوي. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل نړیواله ټولنه باید ایران ته "سره کرښه" وټاکي.

په همدې حال کې د اسرایلو د دفاع وزیر وايي چې ایران په منځني ختیځ کې د سعودي د کمزورې کولو قوي پلان لري. وزیر په سوني عربو هېوادونو غږ وکړ چې په سیمه کې " افراطي" عناصر مات کړي.

ښاغلي لېبرمن د مونیخ د کنفرانس استازو ته وویل د ایران اصلي هدف د منځني ختیځ د هر هېواد نا امنه کول دي او په ځانګړي ډول سعودي عربستان د ایران ددغه پلان اصلي هدف دی.

ښاغلي لېبرمن وویل " اصلي فرق د مسلمانانو او یهودو ترمنځ نه بلکې د منځلارو او افراطیانو ترمنځ دی".

تېرکال د حج په مراسمو کې د ایران د یو شمېر حاجیانو د مړه کېدو له کبله یو شمېر ایرانیانو د سعودي پر سفارت او قونسګلرۍ بریدونه وکړل او ریاض هم خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې له ایران سره وشلولې.

پر ایران د نوي بندیزونه غوښتنه

بل لور نه د امریکا یو شمېر سناتوران په پام کې لري چې د بالستیکي توغنديو د ازمایلو له کبله پر ایران نور بندیزونه ولګوي.

د متحدو ایالتونو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند سناتوران وايي ایران په دغه کار سره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پرېکړه ماته کړه.

رویټرز وايي د امریکا په سنا کې د پوځي خدمتونو د کمېټې غړي لینزي ګراهم د یکشنبې په ورځ د مونیخ په کنفرانس کې وویل چې ایران هڅه کوي منځنی ختیځ ناارامه کړي.

نوموړي وویل د ایران دغه کار ته په کتو باید د امریکا کانګرس په دغه برخه کې لاس په کار شي. هغه وايي د سنا د نورو غړو سره به په ګډه کار وکړي چې له ایران سره د دغه کار حساب او کتاب وشي.

ایران څو اونۍ مخکې بلاستیکي توغندی وازمایه چې له هماغه را وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې خرابې شوې او ورسره امریکا پر یو شمېر هغو افرادو او ادارو بندیزونه ولګول چې د ایران د پاسداران انقلاب سره اړیکې لري.

ایران او د نړۍ سترو ځواکونو تېرکال اتومي تړون وکړ چې له مخې یې پر ایران لګېدلې بندیزونه لېرې کېږي او په بدل کې به یې تهران خپل هستوي پروګرام نه غني کوي. ولسمشر ټرمپ له هماغه وخت راهېسې د دغه تړون په ضد دی.