BBC
 شاته

ټایمز اف انډیا: چین او ایران سیمه کې د امریکا مقابلې ته وردانګي

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې لویه اندېښنه اوس په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله یا داعش ده، چې منځنۍ اسیا او ځان ته یې ګواښ ګڼي او د دې ډلې د ځپنې لپاره غواړي چې له طالبانو سره لاس یو کړي.

ټایمز اف انډیا

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې نننۍ غونډې په تړاو یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډې کې به د هند استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګوپال باګلی کوي.

د ورځپاڼې په خبره، هند وروسته له هغې په دې غونډه کې ځان ور ګډ کړ، چې تېره میاشت یې د ملي امنیت سلاکار مسکو ته سفر وکړ او هلته یې له روسي چارواکو سره په افغانستان کې د هند د ګټو په اړه خبرې وکړې. هند ته هم د افغانستان په څېر په دې اړه تېرې غونډې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

ورځپاڼه وايي، له کله چې ضمیر کابلوف د روسیې لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی، د افغانستان د راتلونکي په اړه د روسیې او هند په نظر کې ښکاره توپیر راغلی دی.

روسیه د پاکستان هغه باور ته ور نژدې شوې، چې ګواکې د طالبانو ډله په افغانستان کې یوه مشروع لوبغاړې ده او باید له افغان حکومت سره خبرو ته کېنول شي. خو د ورځپاڼې په خبره، هند بیا په دې ټینګار کوي، چې طالبان په افغانستان کې تر ټولو مهمه ستونزه ده، او په افغانستان کې سوله یوازې هغه مهال شونې ده چې پاکستان د سخت دریځو ډلو ملاتړ بند کړي او هغوی ته د پټنځیو له برابرولو لاس واخلي.

د ورځپاڼې په نظر په نننۍ غونډه کې د روسیې او پاکستان په څېر چین او ایران هم ښايي د طالبانو په اړه مثبت دریځ ولري، ځکه دغو دواړو هېوادونو هم له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي. ورځپاڼه وايي، چین او ایران غواړي له دې لارې په سیمه کې د امریکا مقابله وکړي او اوس روسیه هم ور ګډه شوې ده.

د روسیې لویه اندېښنه اوس په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله یا داعش ده، چې منځنۍ اسیا او ځان ته یې ګواښ ګڼي او د دې ډلې د ځپنې لپاره غواړي چې له طالبانو سره لاس یو کړي.

ټایمز اف انډیا وايي، هند هم په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پلوي کوي، خو په وینا یې په دې برخه کې باید له نړیوالو سرو کرښو تېری و نه شي.

نو د ورځپاڼې په باور له همدې امله به په دې غونډه کې د دغو څلورو هېوادونو دریځ یو ډول او د هند هغه به ورسره مخالف وي.

ډان

د انځور حقوق AFP
Image caption د بشري حقونو د څار ټولنې په زوره د افغان کډوالو ستنول ناسم کار بللی او پر پاکستان یې غږ کړی چې د تېر کال په څېر سږکال کډوال اړ نه کړي چې له دغه هېواده ووځي او هغو افغانانو ته ځای ورکړي چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي په تېښته دي.

بلوچستان کې افغان کډوال ولې وطن ته نه ستنېږي

د پاکستان ډان ورځپاڼې د افغان کډوالو د مسلې په اړه د بشري حقونو د څار ټولنې وروستي رپوټ ته د پاکستان د غبرګون په اړه یو مطلب خپور کړی دی. د بشري حقونو د څار ټولنې په یاد شوي رپوټ کې پاکستان په لوی شمېر کې د افغان کډوالو په زوره ستنولو باندې تورن کړی و او دا کار یې له بشري حقونو سرغړونه بللې وه او پر ملګرو ملتونو یې هم تور پورې کړی چې په دې کار کې یې د پاکستان لاسنیوی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټ بې بنسټه بللی او ویلي یې دي چې له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. د ورځپاڼې په خبره پاکستان استدلال کړی، چې د افغان کډوالو په برخه کې ورسره نړیواله مرسته له تېرو څو کلونو راهیسې کمه شوې او دې پېټي ته یې په یوازې تن اوږه ورکړې. د خبرپاڼې په خبره، پاکستان پر دې باور دی، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په باعزته ستنېدنې کې د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو ګټه ده.

خو د بشري حقونو د څار ټولنې په زوره د افغان کډوالو ستنول ناسم کار بللی او پر پاکستان یې غږ کړی چې د تېر کال په څېر سږکال کډوال اړ نه کړي چې له دغه هېواده ووځي او هغو افغانانو ته ځای ورکړي چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي په تېښته دي.

واشنګټن پوسټ

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي د هنګري د یوې قریې ښاروال د مسلمانو کډوالو د ورتګ پر ضد د مبارزې اعلان کړی او اوسېدونکو یې هم مخالفت نه دی کړی. د ورځپاڼې په خبره په دې قریې کې یوازې دوه تنه مسلمانان اوسي خو بیا هم د مسلمانانو د کډوالۍ پر ضد پکې سخت غبرګون ښوول شوی.

د هنګري یو کلی، چې مسلمانانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي

د ورځپاڼې په خبره، ښاروال یې په دې وروستیو کې په دې سیمه کې پر جوماتونو، اذان او د حجابونو پر اغوستلو بندیز لګولی دی. دی پر دې باور دی چې بې کنتروله کډوالي به د اروپا بڼه بدله کړي. د بشري حقونو ملاتړو ډلو دا ګامونه غندلي او دا یې له نړیوال قانونه سرغړونه بللې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د هنګري پارلمان به په نژدې راتلونکي کې د کډوالو وضعیت و ارزوي.

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه وايي، دا نوی توغندی چې کله په ازمېښتي پړاو کې و د اوباما ادارې هڅه کوله چې روسان یې له جوړولو تېرېدو ته وهڅوي، خو اوس یې کار بشپړ شوی او د دغو توغندیو یوه بشپړه عملیاتي برخه یې ځای پر ځای کړې ده.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا او روسیې د اړیکو په تړاو یوه مطلب کې لیکلي، چې مسکو په دې وروستیو کې داسې کروز توغندي ځای پر ځای کړي، چې امریکايي چارواکي یې د وسلو د کنترول له تړونه سرغړونه بولي. د ورځپاڼې په خبره، دا د روسیې یو داسې ګام دی، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره به یوه مهمه ننګونه وي، ځکه چې هغه له مسکو سره د ښو اړیکو له کبله د مخالفینو تر نیوکو لاندې دی.

ورځپاڼه وايي، دا نوی توغندی چې کله په ازمېښتي پړاو کې و د اوباما ادارې هڅه کوله چې روسان یې له جوړولو تېرېدو ته وهڅوي، خو اوس یې کار بشپړ شوی او د دغو توغندیو یوه بشپړه عملیاتي برخه یې ځای پر ځای کړې ده.