BBC
 شاته

مخکښو جمهوریپالو د فلین د اړیکو پراخه څېړنه غوښتې

د انځور حقوق JIM WATSON/AFP/GETTY IMAGES
Image caption مایکل فلین (ښۍ خوا ته) د ټرمپ په غوښتنې استعفا وکړه

د جمهوریپالو ګوند مخکښو غړو ویلي، باید له روسیې سره د د ملي امنیت د مخکیني سلاکار د اړیکو په اړه پراخه پلټنه وشي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین د تېرې دوشنبې په ورځ د ټرمپ له ولسمشر کېدا وروسته پر روسیې د لګول شویو بندیزونو په تړاو له روسیې سره د هغه د اړیکو په تړاو له خپل مقامه استفعا وکړه.

د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، ولسمشر ټرمپ څو اونۍ وړاندې پوهېده چې له روسیې سره د تیلېفوني خبرو په اړه ستونزې شته.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

جنرال مایکل فلین ته د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز

خو د دې مسلې په اړه د خپلواکو څېړنو پیلول د ځینو جګپوړو جمهوریپالو له خوا له یولړ غبرګونونو سره مخامخ شول.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، ولسمشر ټرمپ ویلي، له روسیې سره د ښاغلي فلین د خبرو د څېړنو پایله کې دغه ګام له قانون سرغړونه نه ګڼل کېږي.

شان سپایسر وايي، ولسمشر "هره ورځ ددې مسلې پر ارزونې بوخت و".

وړاندې ښاغلي ټرمپ ویلي وو، د ښاغلي فلین په اړه پر راپورونو خبر نه و.

د انځور حقوق AP
Image caption له روسیې سره د ښاغلي فلین ډېر نژدې والي پوښتنې راپورته کړې

ډیموکراټانو د سې شنبې په ورځ وویل، دا مسله باید وڅېړله شي، چې د ټرمپ ټاکنیز تشکیل کې چا ددغو اړیکو امر کړی و. یوه جګپوړي جمهوریپال سناتور ویلي وو، دغه استعفا د روسیې په اړه د ښاغلي ټرمپ د نیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د سپنې ماڼۍ ویاند وايي، استعفا د "باور د مسلې" له کبله وه، نه د حقوقي مسلو له امله.

په ورته وخت کې، د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا او روسیې د اړیکو په تړاو یوه مطلب کې لیکلي، چې مسکو په دې وروستیو کې داسې کروز توغندي ځای پر ځای کړي، چې امریکايي چارواکي یې د وسلو د کنترول له تړونه سرغړونه بولي.

د ورځپاڼې په خبره، دا د روسیې یو داسې ګام دی، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره به یوه مهمه ننګونه وي، ځکه چې هغه له مسکو سره د ښو اړیکو له کبله د مخالفینو تر نیوکو لاندې دی.

ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

ورځپاڼه وايي، دا نوی توغندی چې کله په ازمېښتي پړاو کې و د اوباما ادارې هڅه کوله چې روسان یې له جوړولو تېرېدو ته وهڅوي، خو اوس یې کار بشپړ شوی او د دغو توغندیو یوه بشپړه عملیاتي برخه یې ځای پر ځای کړې ده.