BBC
 شاته

سوریه: د جهادي ډلو تر منځ نښته کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغې نښتې د زور څرګندونې جګړې په نظر کتل کېږي

رپوټونو کې ویل شوي، د سوریې شمال کې د دوو جهادي ډلو تر منځ یوه نښته کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

نښته د تحریر الشام ډلې، چې القاعده سره تړلې ډله بلل کېږي او د جند الاقصی ډلې تر منځ شوې، چې اسلامي دولت نومې ډلې ته وفادار وسله وال دي.

سوریې کې د بشري حقونو د څار هغه ډله چې مرکز یې بریتانیا کې دی ' ایس او ایچ ار ' په وینا دغه نښته په ادلیب ایالت کې د ' نفوذ ډېرولو ' لپاره شوې. د سوریې جګړې له پیله دغه هېواد کې د حکومت مخالفو یاغي ډلو تر منځ نښتې کېږي.

"د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي"

اوباما سوریه کې څه ډول ډیپلوماسي وکړه

تېره میاشت یوه بله سخت دریځي جهادي ډله احرار الشام په همدغه ادلیب ایالت کې تر څو ورځو پورې له جبه الفتح اشام نومې ډلې سره په جګړه بوخته وه.

جبه الفتح الشام د جنورۍ په وروستیو کې د یو شمېر جهادي ډلو د اییتلاف په توګه یوه نوې بڼه خپله کړه او تحریر الشام نوم یې غوره کړ.

د ایس او ایچ ار مسوولینو په وینا په هغه وروستۍ نښته کې، چې د دوشنبې پر ورځ ګهیځ مهال پیل شوې، نژدې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

تحریر الشام ډلې له جندالاقصی ډلې نه شپږ کلي نیولي. ویل کېږي، چې د دواړو ډلو تر منځ په یوه بل ګاونډي ایالت هما کې هم نښتې شوې.

ادلیب د هېواد په شمال لوېدیځ کې پروت ولایت دی، چې د یاغیانو نفوذ په کې پراخ دی او پر ډېری برخو یې احرار الشام او تحریر الشام ډلې واکمنې دي.

اې ایف پي خبري اژانس د ایس او ایچ ار له قوله وايي، نښته له هغه وروسته پیل شوه، چې جندالاقصی ډلې پر تحریر الشام ځانمرګي برید وکړ او نهه کسان یې ووژل.

خو د جند الاقصی یوه قومندان ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، لومړی برید تحریر الشام ډلې د دوی پر مورچلونو کړی. دغه دواړه ډلې تېر کال د لږ مودې لپاره یو ځای شوې وې، خو ژر بېرته بېلې شوې.