شاته

عراق کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی

په عراق کې د امریکا د سفارت چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، د دغه سفارت پر لور څو توغندي توغول شوي دي.

یو امریکایي چارواکي وویل، "د بغداد د سفارت د ودانۍ په شاوخوا کې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو په مرکزونو څو راکټي بریدونه شوي."

سمدستي د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی او د برید مسئولیت هم تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا سفارت د بغداد په دپلوماتیکه شنه سیمه کې موقعیت لري چې کلک امنیت یې نیول کیږي.

متحده ایالات د هغه نړیوال ایتلاف مشري کوي چې په عراق او ګاونډي سوریه کې د جهادي ډلو سره جګړه کوي، او ځواکونه یې په وروستیو اونیو کې د پرله پسې بریدونو لاندې راغلي دي.

د توغندیو دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د غزې په تړانګه کې د امریکا د متحد اسرائیل او د ایران د ملاتړ لرونکې اورپکې ډلې حماس تر منځ د تیرو دوو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.

په یوه خبرپاڼه کې، د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې "د توغندیو دوه جوپې" په ځايي وخت د سهار په شاوخوا څلورو بجو د سفارت د ودانۍ پر لور وتوغول شوې.

د متحده ایالاتو یو ویاند وویل: "داسې نښې نښانې دي چې بریدونه د ایران پلوه ملیشو لخوا پیل شوي."

امریکايي چارواکو د عراق له حکومت څخه د خپل پرسونل د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

دغه ویاند وویل: "موږ یو ځل بیا د عراق پر حکومت غږ کوو چې د دپلوماتیکو او ایتلافي ملګرو د پرسونل او تاسیساتو د ساتنې لپاره د خپل ټول توان سره کار وکړي... موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې موږ د نړۍ په هر ځای کې د ځان د دفاع او د خپل پرسونل د ساتنې حق لرو."

د اکتوبر له نیمایي راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر ضد د ایران پلوه ډلو لخوا په لسګونو راکټونه یا ډرون بریدونه شوي دي.

خو په بغداد کې د امریکا پر سفارت د جمعې د ورځې راکټي برید،د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې لومړی و، چې د سیمه ایزې ترینګلتیا او د پراخې جګړې وېره یې پارولې ده.

یو عراقي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړه چې "درې کاټیوشا راکټونه چې د امریکا د سفارت په لور [توغول شوي وو]، ګرین زون سره نږدې ولګېدل."

شاوخوا ٢٥٠٠ امريکايي پوځيان په عراق کې او نږدې ٩٠٠ په سوريه کې مېشت دي چې د اسلامي دولت ډلې د بيا راژوندي کېدو د مخنيوي هڅه کوي.

تیره اونۍ د اسرائیل او ایران پلوه حماس ترمنځ په جګړه کې د اوه ورځنۍ وقفې له پای ته رسیدو وروسته، ایران پلوه ډلو د امریکا او ایتلافي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه بیا پیل کړل او د اسرائیل څخه د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره یې خپل اقدامات پرځای وبلل.

په عراق کې ددغه ډول بریدونو مسئولیت تر ډیره د "عراق اسلامي مقاومت" په نوم وسله والې ډلې منلی چې د "حشد الشعبي" پخوانیو ملېشو د ایتلاف سره تړاو لري او اوس د عراق په رسمي وسله والو ځواکونو کې مدغم شوي دي.

امریکايي ځواکونو په ځواب کې په عراق او سوریه کې له ایران سره تړلي اهداف په نښه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه