شاته

بخښنې نړیوال سازمان: د هاګ محکمه دې افغانستان کې د جرمونو پلټنو ته لومړیتوب ورکړي

د بخښنې نړیوال سازمان د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه ددغې ډلې او نورو ښکیلو غاړو له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر شپږم (لیندۍ ۱۶) د جرمنو د نړیوالې محکمې څخه دا غوښتنه ددغې محکمې د غړو هیوادونو او سامانونو د کلنۍ غونډې پر مهال کړې ده.

دا غونډه سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د ډسمبر په څلورمه جوړه شوې چې د ډسمبر تر ۱۴ پورې به دوام ومومي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په افغانستان کې په خپلو پلټنو کې د پرمختګ او ترپلټنې لاندې قضیو په اړه د خلکو د خبرتیا او د پلټنو بهیر کې د روڼتیا لپاره معلومات ورکړي.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مشرې سمرتي سینګ نیویارک کې د جرمونو د نړیوالې محکمې کلنۍ غونډې ته وویل، په کار دي چې په افغانستان کې د شویو جرمونو د قربانیانو سره انصاف وشي، ځکه چې هیڅ قرباني د نورو قربانیانو څخه د نیمګړي عدالت مستحق نه دی.

میرمن سینګ وویل: "د نړیوالو قوانینو لاندې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو په برخه کې د معافیت کلتور د نږدې نیمې پيړې جګړې کې رواج شوی. په داسې حال کې چې د نړیوال قانون لاندې د پلټنو د بیرته پیلولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د تیرکال پریکړې زرګونوقربانیانو ته د اوږدې مودې وروسته عدالت ته د لاس رسي، حقیقت او غرامت ورکولو په برخو کې یوه ریښتیني هیله پیدا کړې، د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالې څانګه اړتیا لري چې د خپلو ژمنو په تعقیب د خپلو پلټنو په اړه د پرمختګ برخه کې ثابت اوسي".

میرمن سینګ ویلي چې افغانستان په بحران کې د راګیر شوي هیواد په توګه د جرمونو د نړیوالې محکمې په څیر یوې مهمې ادارې ته اړتیا لري چې په دغه هیواد کې عدالت ته د ټولو خلکو لاس رسی تامین کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جرمونو د پلټنې د روم ستتیوټ (Rome Statute) د غړو هیوادونو څخه غوښتي چې د جرمونو نړیوالې محکمې سره دې د نړیوالو قوانینو لاندې په افغانستان کې د جنګي جرمونو لکه د جنسیت پربنسټ د ځورونې او د بشریت پر وړاندې د جرمنو د پلټنې په برخه کې لازمې منابع برابرې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په دې کې د ښځو او نجونو، شیعه ګانو او هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو پر وړاندې هغوی چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه او وروسته د جګړې پر مهال جرمونه ترسره کړي شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د پلټنو پر وړاندې ننګونو یادونه هم کړې او ویلي دي چې د جرمونو د محکمې غړي هیوادونه باید په دغه هیواد کې ددغې محکمې پلټنو سره مرسته وکړي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې غړي هیوادونه باید دغې محکمې ته د پلټنو لپاره مالي سرچینې هم برابرې کړي ترڅو افغان قربانیان په محکمه کې د خپلو حقونو معنی لرونکي حق د لرلو توان ترلاسه کړي.

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د پخواني رژیم د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو ممکنه جنګي جرمونو د پلټنو لپاره هم خپله غوښتنه تکرار کړې ده.

میرمن سینګ وویل: "دا د نړیوال عدالت پر لمن د یو داغ په توګه پاتې دی. د لومړیتوب د مخنیوي په برخه کې توجیه د منلو نه ده. هیڅ قرباني د نورو پرتله د نیمګړي عدالت مسحق نه دی. د افغانستان خلک معافیت پای ته رسیدلو او عدالت، رښتیا او د زیان د جبران په لور تللو مستحق دي ".

افغانستان د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۷ کلنو ترمنځ د جرمونو د نړیوالې محکمې تر لومړنیو پلټنو لاندې و.

تېر ۲۰۲۲ کال نومبر مياشت کې د جرمونو نړيوالې محکمې اعلان وکړ چې افغانستان کې د شویو جرمونو په اړه څېړنې بيا پیلوي.

فورم \ دبحث خونه