شاته

ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي راپور ته غبرګون؛ 'د افغانستان واقعیتونه نه دي منعکس شوي'

یو شمیر مدني فعالانو، د معترضو ښځو ډلو، ځینو سیاسي جریانونو او بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغان کارپوهانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي راپور ته غبرګون کې ویلي چې په دغه پورکې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسني واقعیتونه نه دي منعکس شوي.

دغو افغان فعالانو د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ته په جلا سرخلاصو لیکونو کې چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپاره کړي ادعا کړې چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو خپل راپور د دوی د تمې پرخلاف د افغانستان شتو واقعیتونو په پام کې د نیولو پرته په یو اړخیز ډول او د خپلو شخصي او اعتقادي باورونو تر اغیز لاندې ترتیب کړی دی.

په دې لیکونو کې ویل شوي چې په دې راپور کې د ټولو جنایاتو او پیښو څخه چې د ملګروملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا نورو غړو ته لکه لمر هغسې څرګند دي سترګې پټې شوي دي.

ددغو لیکونو په یو کې یې ویل شوي: " [اوغلو] د ښځو د ځپلو... د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو، د ښځو د لومړینو حقونو سلبول، د مذهبي اقلیتونو په بیرحمانه توګه ځپل، نسل وژنه، جبري کډه کول، د پخوانیو امنیتي کارکوونکو وژل، بهر ته د میلیونو افغانانو شړل، په سیتماتیک ډول د بشري حقونو څخه سرغړونه، جنګي جرمونو ترسره کول، د جنسیت پر بنسټ تبعیض... د طالبانو د ترور او وحشت د دستګاه په وسیله په ځانګړي ډول د معترضو ښځو شکنجه کولو وژلو په اړه هیڅ خبره نه ده کړې".

دغو فعلانو په خپلوسرخلاصو لیکونو کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي څخه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په ځانګړي ډول د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تطبیق د مسوول په توګه د ښاغلي اوغلو د راپور په اړه چې دغو فعالانو "ناقص او سیاسي" ګڼلی د بیا ارزونې لپاره یوه کمیټه ځانګړې کړي.

هغوی ویلي چې دا کمیټه باید د افغانستان د ځوانانو، ماشومانو او ښځو غوښتنو ته په دقت غوږ کیږدي او د هغوی پر وړاندې د هر ډول تبعیض او ستم په برخه کې د اړتیا وړ نړیوال اقدامات تر لاس لاندې ونیسي چې له مخې یې طالبان ځواب ویلو ته چمتو شي.

په عین وخت معترضو نجونو ملګرو ملتونو ته په یو سرخلاصي لیک کې ویلي چې دغې ادارې ددغسې یو راپور په ترتیبولو باندې د افغانستان وګړي ناامیده کړي دي.

دغو نجونو د ښځو او بشري حقونو د ملاتړو ژولیا پارسي، ندا پرواني، رسول پارسي، پریسا ازاده، منیژه صدیقي، عالیه عزیزي او نورو فعالانو په اړه ویلي چې د هغوی برخلیک په باب هیڅ اطلاع نلري په داسې حال کې چې نړۍ په دې اړه چوتیا غوره کړې ده.

په دې لیک کې ویل شوي: "د څوم ځل لپاره له تاسو چې د ښځو د غږ څخه د ملاتړ مدعیان یاست غوښته کوو چې پر طالبانو باندې دپلوماتیک فشار راوړئ او د افغانستان د ښځو انساني غوښتنو ته پاملرنه وکړئ".

دغو فعالانو د طالبانو له زندانونو د مدني او سیاسي فعالانو د ژر خوشې کیدو، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په توګه د پیژندلو او د دغو اقداماتو د عاملینو پر وړاندې د قانوني اقداماتو ترسره کولو او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او افغانستان ته د نغدو پیسو د لیږد څخه چې د دغو نجونو د لیک پر اساس د طالبانو د رژیم د پیاوړتیا سبب کیږي د بندیدو غوښتني هم کړي دي.

همداشان دغو فعلانو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بندیدو او بهر ته د طالبانو د مشرانو په سفرونو بندیز هم په هیڅ ډول شرایطو کې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو غوښتنې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور باندې ددغو فعالانو د نیوکو دمخه د طالبانو حکومت هم ددغه راپور سره مخالفت ښودلی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي چې د ښاغلي اوغلو دا راپورد هغو ګواښونو په اړه چې افغانستان ورسره مخ دی، راتلوونکی ته په پاملرنې منسجمې سپارښتنې وړاندې کوي.

ددې راپور د ارزونې په یوه برخه کې سپارښتنه شوې چې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د تلپاتې سولې د تضمین او اقتصادي انکشاف لپاره باید یو ملي ډیالوګ پیل شي. ددې ارزونې پر اساس دا کار د عادي کیدو په لور او په نړیوال سیستم کې د افغانستان د بشپړ ادغام اجازه ورکوي.

په دې ارزونه کې همداشان ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید په سرعت سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو لپاره یو حل لاره ولټوي.

فریدون سینیرلي اوغلو په خپله ارزونه کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل د افغانستان نړیوالو ژمنو او مکلفیتونو ته د طالبانو د ډلې د پابندۍ پورې مربوط ګڼلي او د طالبانو یې غوښتي چې د ښځو په کار او زده کړو دې لګیدلي محدودیتونه په فوري ډول لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو عومي منشي د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۲۵ فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت د ازرولو لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي په توګه ګمارلی دی.

دا د افغانستان په اړه د ښاغلي اوغلو لومړنۍ ارزونه ده چې ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې سپارلې ده.

فورم \ دبحث خونه