شاته

جي-۷ هېوادونه د روسیې د الماسو واردات محدودوي

د جي-۷ هېوادونو مشرانو د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د انلاین غونډې څخه وروسته پرېکړه کړې چې د روسیې د الماسو واردات به محدود کړي.

دا اقدام په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د لګول شویو بندیزونو سره تړاو لري.

د جي-۷ مشرانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ به د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه وروسته په روسیې کې د غیر صنعتي الماسو، استخراج شویو، پروسس شویو او یا تولید شویو الماسو په وارداتو باندې محدویتونه اعلانوو.»

دوی ویلي دي چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ له لومړۍ نېټې وروسته به په بل هېواد کې هم د روسیې د پروسس شویو الماسو واردات په نښه کړي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته متحدو ایالتونو او ایتلافیانو یې په مسکو باندې کلک بندیزونه لګولي او مالي بنسټونه، د تکنالوژۍ برخي او د انرژۍ صادرات یې په نښه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر د جي-۷ له مشرانو سره په خبرو کې د لویدیځ اتحاد د ړنګېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې روسیې دا موضوع په پام کې نیولې او فکر کوي چې دا به بل کال کېږي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا او جاپان مشرانو ژمنه وکړه چې له اوکراین سره به خپلې مرستې روانې ساتي.

فورم \ دبحث خونه