شاته

روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو تازه راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې یې له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ ډسمبر اول(لیندۍ لسم) خپور شوی هغو ستنو شویو افغان کډوالو ته چې روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي شاوخوا ۳۰ زره یې ښځې او له ۲۴ زرو څخه زیاتې یې نجونې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "دا ۷۰۲۶۰ کسان کیږي چې د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو په برخه کې یې مشورې اخیستې. ۱۶۴۲۷ تنو نورو د ثانوي روغتیايي مراقبتونو په برخه کې مشورې اخیستې دي. ۷۵۶۹ تنو روحي ناروغیو په برخو کې، ۷۴۸۲ تنو د مور او ماشوم د ساتنې او هم ۲۳۶ تنو نورو د تروما د درملنې په برخه کې مشورې اخیستې دي".

دغه سازمان ویلي چې افغانستان کې روغتیايي سیستم کمزوری دی او په دغه هیواد کې په ساري ناروغیو په ځانګړي ډول د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ باندې د اخته کیدو ګواښ زیات شته دی.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې په کې لا هم د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښوي.

په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د ستنیدلو او د هغوی د تګ راتګ په لارو کې یې ماشومانو ته د پولیو د واکسین د تطبیق لپاره ټیمونه ګمارلي دي.

افغانستان ته د پاکستان څخه اکثره ستنیدونکي افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک – چمن له لارې ستنیږي. ملګري ملتونه تمه لري چې تر یو میلیون زیات افغان کډوالو به په راروانو اونیو کې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې نږدې ۴۸ فیصده ستنیدونکي کډوال ښځې او ۲۴ فیصده نور یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان دي.

دغه سازمان ویلي چې ستنیدونکو کډوالو سره په راروانو شپږ میاشتو کې د مرستې لپاره یې د نړیوالې ټولنې څخه لس میلیونه ډالره غوښتي خو تراوسه یې یوازې ۵۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او وبه شړل شي.

د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره ددغه پلان تطبیق ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پلان باندې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې چې د نړیوالو معیارونو سره برابر دي عمل کوي. ملګري ملتونه وايي چې د تیرې جمعې تر ورځې له پاکستان څخه ۴۱۳ زره او ۷۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه