اسرائیل د فلسطیني سیمو څخه د ملګرو ملتونو یوه جګپوړې چارواکې باسي
اسرائیلي چارواکو ملګرو ملتونو ته جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۰) خبر ورکړی چې د فلسطیني سیمو لپاره ددې ادارې د بشري چارو همغږۍ کوونکې ویزه به تمدید نکړي چې د سیمې څخه د هغې د ایستلو معنی لري.
اسرائیل دا پریکړه داسې مهال کوي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې له کبله یې د ملګرو ملتونو سره اړیکې خړې پړې شویدي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت هغې څانګي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانانو چارې پر مخ وړي، د تیرې نومبر میاشتې په ۱۲مې نیټې په یو لیک کې لیکلي چې د اسرائیل حکومت د ملګرو ملتونو د چارواکې لین هیسټینګز کړنو څخه ناخوښ دی.
پدې لیک کې راغلي، " په خواشینۍ مو خبروو چې میرمن هیسټنګز د اسرائیلي چارواکو باور او ډاډ له لاسه ورکړی او نوره پدې موقف کې نده چې د اسرائیلي چارواکو سره خپلې چارې په موثره توګه پر مخ بوځي".
ټاکل شوې چې د میرمن هیسټنګیز ویزه د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۰ مې پای ته ورسیږي او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ویزې موده به یې تمدید نکړي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پریکړه یې ځکه کړې چې د ملګرو ملتونو دې چارواکې د حماس لخوا په اسرائیل د اکټوبر اوومې بریدونو په هکله غږ ندی پورته کړی.
په لیک کې راغلي، " دیته په کتو چې میرمن هیسټینګز په منظمه او غیر مسؤلانه توګه په اسرائیل مستقیم انتقادونه کړي خو دا چوپتیا یې حیرانوونکې او په ژوره توګه ستغ دی".
په اسرائیل د حماس برید څخه درې ورځې وروسته میرمن هیسټینګز په یوې اعلامیې کې وویل چې فلسطینۍ وسله والې ډلې د اکټوبر په اوومې اسرائیل ته ننوتي، سلګونه عام خلک او د اسرائیل امنیتي ځواکونه یې وژلي او نیولي دي او هم یې په اسرائیل د توغندیو بریدونه کړي.
د میرمن هیسټینګیز په اعلامیې کې په سمدستي توګه او له کوم شرط او قید پرته د ملکیانو خوشې کیدو او انساني رویې غوښتنه شوې وه.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه په پرله پسې توګه په غزې کې خلکو ته د مرستندویه موادو استولو غوښتنه کړې.
اسرائیل د اکټوبر ۷ څخه تر ۲۱ مې نیټې پورې د غزې هغو سیمو ته چې د حماس کنټرول لاندې وي، هیڅ ډول بشري مرستو ورتګ ته اجازه نه ورکوله خو کله یې چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په منځګړتوب دې مرستو ته اجازه ورکړه، دومره محدودې وې چې د خلکو اړتیا پرې نه پوره کیده.
مېرمن هیسټنګیز د اسرائیل څخه دا هم غوښتي و چې د غزې شمال څخه د خلکو وتلو په هکله پریکړه بدله کړي چې له مخې یې باید څه باندې ۱ ملیون عام خلک د غزې جنوب ته تللي وی.
اسرائیل داسې مهال د میرمن هیسټینګز ویزې نه تمدیدولو پریکړه کوي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې عمومي منشي په میرمن هیسټینګز بشپړ ډاډ او باور لري.
د ملګرو ملتونو ویاند همدرانګه وویل چې په ټولنیزو شبکو او نورو ځایونو کې په میرمن هیسټینګز بریدونه هم شوي.
فورم \ دبحث خونه