شاته

د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ مړه شوه

د امریکا د سترې محکمې لومړنۍ قاضۍ سانډرا ډې اوکانر د جمعې په ورځ دسمبر اوله (لیندۍ ۱۰) د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوه.

اوکانر په ۱۹۸۱ کې د سترې محکمې د لومړنۍ قاضۍ په توګه دنده پیل کړې وه.

سترې محکمې په یوې خبرپانې کې د هغې د مړینې لامل "الزایمر او تنفسي ناروغي" ښودلې ده. هغې په ۲۰۱۸ کې په ذهني ناروغۍ د اخته کېدو او عامه خدمت څخه د لیرې کیدو خبر ورکړی و.

په خبرپاڼه کې د متحده ایالاتو قاضی القضات جان رابرټس، نوموړې "د قانون د حاکمیت یو مخکښه مدافع" بللې ده.

رابرټس ویلي: "سندرا ډې اوکانر زموږ د لومړنۍ قاضۍ په توګه روښانه لار پرېښوده. هغې خپله دنده په قوي هوډ، ځواک او مسئولیت ترسره کړه. موږ په ستره محکمه کې د خپل محبوب همکار په له لاسه ورکولو غمجن یو."

اوکانر د ۱۹۳۰ کال د اپریل په ۲۶ د تکزاس ایالت په ایل پاسو کې زیږیدلې وه. هغې په ۱۹۵۲ کې د جان جې اوکانر درېیم سره واده وکړ. او د سټینفورډ پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوې وه.

د سترې محکمې د لومړنۍ قاضۍ په توګه له مقررېدو وړاندې، اوکانر په کالیفورنیا او اریزونا ایالتونو کې د څارنوالې او مدافع وکیلې په توګه کار کړی و.

نوموړې په ۱۹۶۹ کې د اریزونا د سنا غړې شوه، په ۱۹۷۵ کې یې په دغه ایالت کې د قاضۍ په توګه دنده پیل کړه، او د سترې محکمې د غړیتوب د ترلاسه کولو پورې پر دغه دنده پاتې شوه.

که څه هم اوکانر د امریکا د محافظه کار ولسمشر رونالډ ریګن له خوا سترې محکمې ته نومول شوې وه، خو نوموړې په خپله ۲۴ کلنه دوره کې منځلارې پیژندل کېده او ښځو ته د سقط جنین د حق د ورکولو په ګډون په یو لړ مهمو ملي مسایلو کې یې خپله پرېکنده رایه کارولې وه.

له اوکانر څخه درې زامن پاتې دي. د هغې مېړه په ۲۰۰۹ کې مړ شوی و.

فورم \ دبحث خونه