شاته

بایډن: غزه او لویدیځه غاړه باید د فلسطیني ادارې تر واکمنۍ لاندې وي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) ویلي چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.

ښاغلي بایډن په یوې مقالې کې چې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې خپره شوې ویلي چې د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه باید بیرته سره یو ځای شي او د یو واحد اداري تشکیل لاندې وي.

په مقالې کې لیکل شوي، " پداسې حال کې چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، غزه او لویدیځه غاړه په نهایت کې باید د فلسطیني احیا شوې ادارې لاندې وي او هم به د دوو بیلو دولتونو حل لارې لپاره کار کوو".

د منځني ختیځ شخړې د حل لپاره د متحده ایالاتو پخوا راهیسې پالیسي د اسرائیل او فلسطین بیلو بیلو دولتونو جوړیدل دي خو تر اوسه دې هلو ځلو نتیجه نده ورکړې.

پداسې حال کې چې د اسرائیل سرتیري د عزې تړانګې ته ننوتي او د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دا هم ویلي و چې د حماس سره جګړې پای ته رسیدو وروسته به د ټولې غزې امنیتي مسؤلیت د اسرائیل په غاړه وي خو ښاغلي بایډن پدې مقالې کې لیکلي چې فلسطینیان باید د غزې څخه ونه ایستل شي.

جمهور رئیس بایډن لیکلي، " د غزې څخه فلسطینیان باید په زور بې ځایه نشي، هیڅ دویم ځلي قبضه نه وي، کلا بندي او د لارو بندیدنه نه وي او د خاورې هیڅ کمیدنه دې نه وي".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس غوښتل پدې مقالې سره وښیي چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو څخه وروسته، امریکا ددې سیمې لپاره څه پلان لري.

خو بل پلو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې د فلسطین اداره چې مشري یې جمهور رئیس محمود عباس کوي، په اوس وخت کې د غزې مسؤلیت اخیستو وړتیا نلري.

نیتن یاهو ویلي چې د غزې ټول نظامي مسؤلیت به د اسرائیل په غاړې وي خو دا یې ندي ویلي چې تر کوم وخته پورې.

په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګې تر ۲۰۰۷ کاله پورې د فلسطین ادارې واکمني وه خو د حماس سره د لنډې کورنۍ جګړې وروسته د غزې تړانګه د حماس کنټرول لاندې راغلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه په مقالې لیکلي چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو سره تشدد د منلو وړ ندی او لیکلي چې د اسرائیل مشرانو څخه یې په ټنګه د دا ډول تشدد بندیدو غوښتنه کړې او هغوي چې دا تشدد کوي باید عدالت ته راکش کړل شي.

په عین حال کې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس د متحده ایالاتو د جمهور رئیس څخه غوښتي چې د فلسطینیانو پر ضد تشدد بندیدو لپاره دې په اسرائیل فشار راوړي.

ښاغلي عباس په یوې وینا چې د فلسطین تلویزیزن خپره کړه د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته په خطاب کې ویلي، "زه په تاسو غږ کوم چې په سمدستي توګه مداخله وکړئ تر څو د اسرائیلي ځواکونو بریدونه بند شي او په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د ناقلینو لخوا د ترهګرۍ دوام بند شي".

په لویدیځه غاړه کې ۳ ملیونه فلسطینیان د شاوخوا نیم ملیون یهودانو سره یو ځای ژوند کوي خو وخت ناوخته د هغوي تر منځ د تشدد پیښې کیږي.

فورم \ دبحث خونه