شاته

جرمني دې هیواد ته د جګپوړي طالب چارواکي د سفر په هکله پلټنې کوي

د جرمني حکومت شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) تائید کړه چې دې هیواد ته یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د "غیر مجوز" سفر په هکله پلټنې پیل کړیدي.

دا جنجال هغه وخت پیدا شو چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې سرپرست مشر عبدالباري عمر د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د جرمني د کولن په ښار کې یوې غونډې کې څرګند شو او پدې ښار کې میشتو افغانانو ته یې وینا وکړله.

پخپله ښاغلي باري هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې جرمني ته د خپل سفر او خلکو سره د لیدو کاتو ګڼ شمیر ویډیوګانې خپرې کړیدي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د اکس په ټولنیزې شبکې کې دې هیواد ته د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې سرپرست مشر سفر غندلی او په بشپړه توګه "نه منل کیدونکی" یې بللی دی.

ویل کیږي چې دا غونډه د مذهبي چارو لپاره د ترکي اسلامي اتحادیې (DITIB) تنظیم کړې وه.

د جرمني حکومت په سمدستي توګه د دې ادارې څخه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي چې د طالبانو غړي په جرمني کې هیڅ ځای نلري.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، " هیڅوک اجازه نلري چې په جرمني کې سخت دریځو اسلام پالو ته دریځ برابر کړي. طالبان د پراخو بشري حقونو سرغړاونو مسؤل دي. مسؤل چارواکي دا قضیه په شدیده توګه څیړي. مونږ ټکان خوړلی".

د مذهبي چارو لپاره د ترکي اسلامي اتحادیې ځان ددې پیښې څخه لیرې بللی او ویلي چې د غونډې لپاره دا ځای یې د جرمني د کولن په ښار کې د میشتو افغانانو یوې کلتوري اتحادیې لپاره کرایه کړی و چې مذهبي غونډه پکې وشي.

دې ادارې ویلي پدې ندي خبر چې د طالبانو دا چارواکی څنګه دې غونډې ته ورغلی و.

د مذهبي چارو لپاره د ترکیې اسلامي اتحادیې په اعلامیې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ویلي چې په پیښې یې ټکان خوړلی او زیاتوي چې په غونډې کې د طالبانو د چارواکي د ګډون او وینا کولو په هکله معلومات یې د مطبوعاتو څخه تر لاسه کړي.

د دې ادارې په اعلامیې کې راغلي، " په قرارداد کې د موافقې برخلاف، دا په یوې سیاسي غونډې بدله شوه او داسې یو وینا کوونکي ورته بلل شوی چې مونږ یې نه پیژنو. دا د قرارداد څخه ښکار سرغړاونه ده او دا اتحادیه نور دې ځای ته د تګ اجازه نلري".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ تائید کړه چې د دې حکومت د ویزې ورکولو هیڅ کوم افسر د طالبانو د خوړو او درملو ادارې سرپرست مشر ته ویزه نده ورکړې او نه هم د دې ملاقات په هکله معلومات لري.

د وزارت په اعلامیې کې پدې هم ټینګار شوی چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، " تر څو چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونو تر پښو لاندې کوي، په ځانګړې توګه د نجونو او میرمنو حقونه، د هغوي سره د رژیم سره د اړیکو هیڅ عادي کیدل نشته".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال ښاغلي عمر ته د ویزې نه ورکولو خبر کوی چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې تائید کړې چې ښاغلی عمر په جرمنې کې دی.

مجاهد لیکلی، " د خوړو او درملو ادارې رئیس محترم ډاکټر عبدالباري عمر په المان کې د افغانانو یوې غونډې ته وینا وکړه او د هغو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل".

په یو جلا خبر کې د هالنډ د روغتیا او سپورټ وزیر، ارنیسټ کیوپرز د شنبې په ورځ د طالبانو دې چارواکي سره د انځور اخیستل کیدو په خاطر بښنه غوښتې.

ښاغلی کیوپرز او ښاغلی عمر په انځور کې لیدل کې چې د نومبر میاشتې ۶ مې څخه تر ۸ مې نیټې پورې یې د هاګ په ښار کې نړیوال سمیه ایزو تولیداتو دویم فورم کې برخه اخیستې وه.

د هالنډ د روغتیا او سپورټ وزیر، ارنیسټ کیوپرز د شنبې په ورځ د طالبانو دې چارواکي سره د انځور اخیستل کیدو په خاطر بښنه غوښتې.
د هالنډ د روغتیا او سپورټ وزیر، ارنیسټ کیوپرز د شنبې په ورځ د طالبانو دې چارواکي سره د انځور اخیستل کیدو په خاطر بښنه غوښتې.

د هالنډ دې جګپوړي چارواکي د اکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه میرمنو او نجونو حقونو مدافع دی او نه غواړي چې د هغه په قول د "طالبانو ناوړه رژیم" سره وتړل شي.

هغه لیکلي، " زه په هغه وخت کې نه پوهیدم چې دا شخص څوک دی. دا یوه غلطي وه او باید نه وی شوی. زه پرې پښیمان یم. مونږ پلټنې کوو چې دا شخص څنګه پدې کنفرانس کې موجود و".

طالبان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې دویم ځل لپاره واک ته ورسیدل خو هغوي سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه