شاته

په ټولې اروپا کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه شوي

زرګونو کسانو شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) د فرانسې او برتانیې په ګډون په ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وکړل او په غزې کې د اوربند غوښتنه یې کوله.

د فرانسې د پاريس په ښار کې زرګونونو کسانو پداسې حال کې په لاریون کې برخه واخیسته چې باران هم وریده او د ځانونو سره لوحې هم لیږدولې چې پرې لیکل شوي و، " په غزې او لویدیځه غاړه کې ډله ایزه وژنه بنده کړئ، سمدستي اوربند".

په فرانسې کې د لاریون تنظیموونکو ویلي چې د اټکل له مخې د پاریس ښار په لاریون کې ۶۰ زرو کسانو برخه اخیستې وه او تر ۴۰ زرو پورې نورو کسانو بیا د دې هیواد په نورو برخو کې دیته ورته لاریونونه کړي .

خو بل پلو بیا د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پاریس کې ۷ زرو او د هیواد په نورو برخو کې ۴۵ زرو کسانو په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

اسرائیل وایي چې د حماس په برید کې چې د اکټوبر په ۷ مې یې وکړ، تر ۱۲ سوو ډیر کسان پکې وژل شوي او د حماس ډلې د ځان سره ۲۳۹ تنه یرغمل هم بولي دي.

خو بل پلو بیا په غزې کې د حماس د عامې روغتیا چارواکي وایي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه ۱۲۳۰۰ کسان وژل شوي چې تر پنځو زرو ډیر یې ماشومان دي.

د مرګ ژوبلې دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.

همدارنګه د ژنیو په ښار کې چې په اروپا کې د ملګرو ملتونو عمومي مرکز پکې پروت دی، شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو لاریون کړی و او د فلسطینیانو په پلوۍ شعارونه یې ورکول.

په یوې لوحې لیکل شوي و، "په غزې کې قتل عام بند کړئ" او ځینو نورو بیا "فلسطین آزاد کړئ" شعارونه ورکول.
د هالنډ په پایتخت امسټرډام کې هم لاریون شوی چې په غزې کې د اوربند تر څنګ یې د هغو برمته شویو کسانو خوشې کیدو غوښتنه کوله چې د حماس ډلې په اسرائیل د برید څخه وروسته د ځان سره وړي دي.

ډیری دا مظاهرې په آرامه فضا کې شوي او د پولیسو په وینا هیڅوک یې په تړا ندي نیول شوي.
د پرتګال په پایتخت لیزبن کې هم زرګونو کسانو لاریون کړی و او په انګریزي ژبه یې د "فلسطین آزاد کړئ" شعارونه ورکول.

فورم \ دبحث خونه