شاته

ډبلیو ایچ او: ستنیدونو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ته په پاملرنې ویلي چې د ستنیدونکو کډوالو دغه ناڅاپي بهیر د نورو عواملو سربیره د عامې روغتیا په برخه کې د پیښیدونکو ګواښونو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۶ (لړم ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ته د دغو کډوالو د ستنیدلو په لارو کې د ساري ناروغیو او په ځانګړي ډول د پولیو ویروس د ناروغۍ د خپریدو خطر موجود دی.

دغه سازمان ویلي: "د ځواب ویلو د یو هراړخیز پلان له مخې د روغتیا نړیوال سازمان د اړینو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لس میلیونو ډالرو اړتیا مشخصه کړې چې وطن ته د ستنیدلو پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د ۷۰۰ زرو ستنیدونکو د لاس رسي څخه ډاډ ترلاسه شي".

د روغتیا د نړیوال سازمان د وینا پر اساس په کمپونو کې د موقتي اوسیدانې پر مهال د ساري ناروغیو د زیاتیدو ګواښ، حفظ الصحې مسایل، سوتغذیه، جسمي او روحي استرس ( په ځانګړي ډول عمر خوړلو کسانو او امیدواره ښځو کې)، ناامني، او نورو عواملو له امله روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي مخه نیسي.

دغه سازمان ویلي: "دا عوامل کولی شي د روغتیا او اقتصادي – ټولنیز په سیستم باندې چې لا دمخه د ستونزو سره مخ دی فشار زیات کړي او په ستنیدونکو او د ستنیدو سیمو کې میشتو اوسیدونکو باندې منفي اغیز وکړي".

روغتیا نړیوال سازمان اندیښنه ښودلې چې په کمه کچه د اړینو ضروري درملو عرضه په طبي سختو ناروغیو لکه د وینې فشار، د شکر ناروغي د اخته ستنیدونکو کډوالو پر وړاندې ګواښونه لا زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي د محدودیتونو له امله په ځانګړي ډول ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونو او اضطراري نسايي خدمتونو او نورو ناروغیو ته پر وخت د مرستې د برابرولو پرته به د مړینو کچه زیاته شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دغه سازمان د ۱۲۵۰ روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره په ټول افغانستان کې په لوړه کچه د ستنیدونکو کډوالو هجوم ته ځواب ویلو توان لري.

افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازي داکتر لو داپنګ ویلي: "په داسې حال کې چې مونږ افغانستان ته د کډوالو د ستنیدلو هرکلی کوو، دا د عامې روغتیا په برخه کې زمونږ د ټولو ګډه وظیفه ده چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ د عامې روغتیا د ګواښونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره سیستمونه او منابع لرو".

په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ایران او پاکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو ننګرهار، کندهار او هرات کې روغتیايي ټیمونه د ستنیدونکو کډوالو د ناروغیو د تشخیص لپاره د نړیوالو روغتیايي مقرراتو پر اساس ځای په ځای کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په پام کې لري چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې د کندهار په سپین بولدک او د پاکستان په اړخ کې په تورخم کې د ۳۰ او ۲۰ بستریز روغتونونه هم جوړ کړي.

د پاکستان حکومت د روان کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره مهلت ورکړی و او ویلي و، چې ددغې نیټې وروسته به قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د نومبر میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول شوي او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم ثبت شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شویو کډوالو، خبریالانو ته د خپل مهاجرت کارډونه هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د روان بهیر په ترڅ کې په تیرو نږدې دوو میاشتو کې له دغه هیواد څخه ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

اوچا د سه شنبې په ورځ نومبر۱۴ (لړم۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه