شاته

پاکستان: افغانستان سره مو د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه شواهد شریک کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د پټنځایونو په اړه د شواهدو د شریکولو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۶ (لړم ۲۵) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان او افغانستان د مختلفو چینلونو له لارې د دواړو هیوادونو د اندیښنو وړ مسلو په اړه د خبرو لپاره سره په اړیکه کې دي او ددغو هیوادونو سفارتونه په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

میرمن بلوڅ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا پاکستان ته د پیښو ګواښونو په اړه وویل: "شواهد شته دی او مونږ د افغانستان په دننه کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په اړه دا شواهد د افغان چارواکو (طالبانو) سره شریک کړي دي. مونږ د طالبانو له اوسني حکومت څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې ځانګړی اقدام ترسره کړي د هغوې شبکه منحله کړي او پر پاکستان د سرحد له هغې غاړې د بریدونو مخه ونیسي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې حکومت یې له طالبانو دا هم غوښتي چې په پاکستان کې د تروریستي بریدونو عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.

میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان د ډلې پر وړاندې د ځینو اقداماتو په اړه د خپرو شویو راپورونو په هکله وویل چې اسلام اباد تمه لري چې د ټي ټي پي د ډلې پر وړاندې د هر مثبت اقدام خبر د لمس وړ پایلې ولري.

میرمن بلوڅ وویل: "په دې معنی چې د تحریک طالبانو د عناصرو له خوا په پاکستان کې تروریستي پیښې افغانستان کې دننه چې کوم پټنځایونه لري کمې شي او بالاخره په بشپړ ډول له منځه لاړې شي. همداشان مونږ ویلي دي چې هرکله چې مونږ د افغانستان په دننه کې د تحریک طالبان پاکستان د تروریستانو د پټنځایونو پر خلاف د لمس وړ اقداماتو شاهد اوسو زمونږ اړیکې به پیاوړې شي او وړاندې به پرمخ لاړې شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې میرمن بلوڅ ددغو څرګندونو یوه ورځ دمخه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۵ (لړم ۲۴) یوې ِغونډې ته د وینا پر مهال ویلي و، هرکله چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت جوړ شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ به اړیکې هم ښې شي.

ددې دمخه ښاغلي کاکړ ویلي و چې د روان ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې کابل ته د لوړ پوړي پلاوي د سفر پرمهال د طالبانو حکومت ته دا پیغام رسولی و چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ یو انتخاب وکړي.

هغه وویل په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان تمه لرله چې افغانستان کې به تل پاتې سوله ټینګه شي او طالبان به د پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره عملیات ترسره کړي او خپله خاوره به ددغه هیواد پرخلاف ونه کاروي.

ښاغلي کاکړ ویلي و: "خو له بدمرغه افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو پیښو کې ۶۰ فیصده او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی".

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي و چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي."

د مجاهد په وینا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته "په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې په سوداګرۍ او نورو برخو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د پاکستان حکومت د تیر اکتوبر د میاشتې په سر کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه وکړه چې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي.

فورم \ دبحث خونه