د فرانسې یو سناتور د پارلمان یوې غړې ته په څښاک کې د نشه يي موادو د ورکولو په تور نیول شوی
په فرانسه کې څارنوالانو د جمعې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) وویل چې ددغه هېواد یو سناتور د پارلمان پر یوې غړې د ممکنه جنسي تیري په نیت هغې ته په څښاک کې د نشه يي موادو د ورکولو په تور نیول شوی دی.
څارنوالانو وویل، جویل ګیریو، چې په سنا کې د لویدیځې فرانسې استازیتوب کوي، "د جنسي تیري په نیت یوې ښځې ته د هغې د پوهې پرته، داسې ماده ورکړې چې قضاوت یا پر ځان کنټرول یې کم کړي."
په داسې حال کې چې څارنوالانو د پیښې د قرباني د هویت په اړه یوازې دومره ویلي چې "یوه میرمن ده او شکایت یې کړی"، باخبره سرچینو د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې هغه د پارلمان یوه غړې ده.
د پارلمان دې غړي ویلي چې د سه شنبې په شپه یې په پاریس کې ددغه ۶۶ کلن سناتور په کور کې د څښاک له ترلاسه کولو وروسته عجیب احساس وکړ.
څارنوالانو وویل چې دوی دواړو په خپلو کې شخصي جنسي اړیکه نلرله.
د پارلمان دې غړې، د ازموینو په پایله کې په خپل وجود کې د نشه يي موادو له موندلو وروسته پولیسو ته شکایت کړی دی.
څارنوالانو وویل چې ګیریو نیول شوی او په توقیف کې دی. د فرانسې قانون پولیسو ته په ځینو شرایطو کې دا اجازه ورکوي چې پارلماني معافیت له پامه وغورځوي.
ځايي رسنیو خبر ورکړی چې پولیسو د دغه سناتور دفتر او کور پلټلی او نشه يي مواد یې ترلاسه کړي دي.
جویل ګیریو له ۲۰۱۱ راهیسې د فرانسې د سنا غړی او د بهرنیو او پوځي چارو د کمیټې مرستیال دی.
د ګیریو وکیل، ریمي پییر ډرای وویل چې هغه "په مطبوعاتو کې د تحقیقاتو د معلوماتو په خپریدلو خواشینی شوی دی."
هغه زیاته کړه: "زه حیران یم چې زما د موکل برخلاف د قرباني هویت نه دی افشا شوی."
فورم \ دبحث خونه