شاته

د طالبانو د کډوالو وزیر: ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته را ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستندونکو چارو وزیر وايي، په تېرو څو ورځو کې ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

خلیل حقاني د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د راغلو کډوالو سره د لیدني پر مهال وویل، دغه کډوال به لومړی په سرحدي ولایتونو کې په کېمپونو کې ځای پر ځای او د هوا له سمېدو سره به خپلو سیمو ته انتقال شي .

په عین وخت کې راغلي کډوال وايي ،هوا سړه شوې او دوی مرستو ته اړتیا لري .

په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00