شاته

سپینه ماڼۍ وایي د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند ملاتړ نکوي

سپینې ماڼۍ دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په اوس وخت کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند غوښتنو ملاتړ نکوي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل چې د اوربند غوښتنو پر ځای په کار ده چې د غزې تړانګې ته د بشري مرستو په رسولو غور وشي.

ښاغلي کربي وویل، " مونږ ګمان نه کوو چې اوس مهال اوربند سم ځواب وي. مونږ په اوس وخت کې د اوربند ملاتړ نکوو".

پداسې حال کې چې ملګرو ملتونو خبردرای ورکړی په غزې کې د بې ساري بشري اړتیاوو پورته کیدو لپاره په کافي اندازه مرستندویه مواد نه ورځي، ها خوا بیا د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو خبرداری ورکړی چې د حماس پر ضد جګړې کې اوربند نه کیږي.

د اسرائیل پلو ځواکونو د غزې په تړانګې کې دننه د حماس وسله والو سره جګړې کړې او هم یې د فلسطین هغه خاوره بمبارد کړې چې کنټرول یې د حماس ډلې په لاس کې دی.

د اسرائیل مشر په خبري کنفرانس کې وویل چې د اوربند معنی حماس ته د تسلیمدو معنی لري او هوډ یې څرګند کړ چې د دې ډلې پر ضد به جګړه روانه وي.

نیتن یاهو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په غزې کې به د حماس وسله وال د ځمکې لاندې او د ځمکې د پاسه له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه، " د اوربند لپاره غوښتنې حماس او ترهګرۍ ته د اسرائیل د تسلیمیدو لپاره غوښتنې دي. دا به ونشي. اسرائیل به تر هغې جنګیږي تر څو دا جګړه ګټل شوې نه وي".

د اسرائیل مشر او متحده ایالات داسې مهال د اوربند سره مخالفت ښیي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فلیپي لازیریني د امنیت شورا څخه په غزې کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کړې.

د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته، د غزې پر تړانګې د اسرئیل په روانو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د روغتیا وزارت په حواله، تر ۸۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي چې زیاتره یې ملکي خلک او تر نیمايي زیات یې ماشومان دي.

اسرائیل له وړاندې د حماس په خلاف د خپلو عملیاتو په لړ کې، د غزې ښار په شمول د شمالي غزې ۱.۱ میلیون اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د تړانګې جنوبي خوا ته کډه وکړي.

که څه هم ګڼ شمېر فلسطینیان په وروستیو اونیو کې له سیمې وتلي، خو په لسګونه زره نور، باور کیږي چې، لا هم په شمالي غزه کې پاتې دي.

اسرئیل د جمعې د ورځې راهیسې په غزه کې ځمکني عملیات پیل کړل. دا عملیات د حماس د اکتوبر اوومې د ناڅاپي برید په غبرګون کې پیل شوي چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول او زیاتره یې ملکي خلک وو.

فورم \ دبحث خونه