شاته

پاکستان وایي ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شوي

په پاکستان کې چارواکو دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې ددې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه نږدې ۲ سوه زره افغانان پخپلې خوښې افغانستان ته ستانه شویدي.

دا افغان کډوال داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته یوازې یوه ورځ پاتې چې پدې هیواد د ټولو غیر قانوني کډوالو څخه یې غوښتي که د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې پخپلې خوښې ونه ووځي، وبه نیول شي او په زور به وشړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګتي د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل هغه افراد چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانونۍ اسناد نلري، او د ټاکل شوي مهلت څخه وروسته پاتې شي، تر نیول کیدو وروسته به په ځانګړو شویو مرکزونو کې واچول شي او بیا به د نږدې سرحدي تګ راتګ لارې څخه افغانستان ته ولیږدول شي.

سره لدې چې ښاغلي بوګتي په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د غیر قانوني کډوالو دا ایستلو بهیر یوازې د افغان کډوالو لپاره ندی خو تر څنګ یې دا هم ومنله چې د دې عملیاتو عمده هدف افغان کډوال دي چې په پاکستان کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري.

د پاکستان د دې پلان له مخې نږدې ۱،۷ ملیون افغان کډوال په زور لدې هیواد څخه وایستل شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې په پاکستان کې تقریباً ۱.۴ ملیونه افغان کډوال دیره دي چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد لري. دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ۹ سوو زرو په شاوخوا داسې افغانان هم پراته دي چې "اقتصادي کډوال" بلل کیږي او قانوني اسناد لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ۷ سوو زرو په شاوخوا کې افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل، پاکستان ته کډه شول.

د UNHCR یوه ویاند میتیو سالټمارش وایي چې د پاکستان د حکومت څخه یې غوښتي هغه افغان کډوال په زور ونه باسي چې د خطر سره مخ دي او پدې هیواد کې د خوندي پاتې کیدو لپاره یې غوښتنه کړې.

دې ادارې ویلي دا هغه افغانان دي چې که افغانستان ته ستانه شي، ښایي په سمدستي توګه د خطر سره مخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکو ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د شړلو د پرېکړې د ځڼدولو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې، چې نړیوالو قوانینو سره هم برابره ده ،کړې ده.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې روینا شمداساني وویل: "موږ ډیر اندیښمن یو چې شړل شوي (اخراج کېدونکي) د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي."

هغې وویل، ښځې په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي ځکه چې په حقیقت کې طالب واکمنانو "هڅه کړې چې دوی په ټولنه کې منزوي کړي- د کار ځای، ښوونځیو او حتی عامه پارکونو ته له تګ څخه یې په بشپړه توګه محرومې کړي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حکومت دغه پریکړه د کورنیو قوانینو له مخې شوې، چې د نړیوالو معیارونو او اصولو سره هم برابره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:" د پاکستان حکومت د هغو کسانو په اړه چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري او زیان منوونکي دي خپلو ژمنو باندې په زیات جدیت سره ولاړ دی".

فورم \ دبحث خونه