شاته

د کډوالو د شړلو په درشل کې، پاکستان کې د افغان ماشومانو یو شمېر ښوونځي وتړل شول

په پاکستان کې د افغان ماشومانو دپاره یو شمېر ښوونځي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

اسلام اباد د هغو ۱.۷ میلیون افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي چې وايي په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

پاکستان دغو افغانانو ته خبرداری ورکړی که د چهارشنبې تر ورځې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه و نه وځي، نو په زور به وشړل شي.

په پاکستان کې د ځینو افغانو نجونو دپاره، د ښوونځیو تړل کیدل ښايي د هغوی دپاره د ښوونې او روزنې د پای په معنی وي، ځکه چې افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي، چیرې چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تللو څخه منع کړي دي.

۱۶ کلنې نرګس رضايي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې، وویل: "موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې تعلیم وکړو، ښه ژوند ولرو... هر افغان نه غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي. هلته [نجونې] هیڅ ازادي نه لري."

یو سرښوونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، په اسلام اباد او ورڅېرمه ښار راولپنډۍ کې پنځه ښوونځي د دوشنبې په ورځ په موقت ډول وتړل شول.

په دې ښوونځيو کې د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰۰۰ زده کوونکو په پښتو او دري ژبو زده کړې کولې.

ښوونکو وویل چې د ښوونځیو له تړل کېدو وړاندې، د پولیسو له ویرې، چې بې اسنادو او همدارنګه د کډوالۍ قانوني سند لرونکي افغانان نیسي، زده کونکي ویرېدلي و، له خپلو کورونو نه وتل، چې له امله یې په ښوونځیو کې د حاضرۍ کچه ۷۵ سلنه کمه شوې وه.

د ریاضیاتو ښوونکې ګیتي وکیل زاده وویل: "موږ دلته له دې وېرې سره درس ورکوو چې پولیس به راشي او موږ به ونیسي. موږ وېرېدلي یو او ډېر سخت ژوند تیروو."

'دلته مو هم د ماشومانو پر مخ ښوونځي وتړل شول'

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

له هغه وخت راهیسې، د پاکستان امنیت د وسله والو بریدونو په زیاتیدو سره خراب شوی دی. پاکستان تور لګوي چې بریدګر له افغانستان څخه ورځي او طالبان پړه ګڼي چې په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.

پاکستان پتېیلې چې د چهار شنبې له ورځې وروسته به د کډوالۍ د اسنادو نه لرونکي افغانان نیسي او افغانستان ته د ستنولو مرکزونو ته به یې بیايي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د اقدام "ظالمانه او غیر عادلانه" بللی دی.

په زرګونو افغانان، چې ځینې یې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کړی او یا هلته زېږېدلي دي، په وروستیو اونیو کې په خپله خوښه افغانستان ته ستانیه شوي او یا هم د ستنېدو په حال کې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول ممکن د "بشري حقونو ناورین" رامنځته کړي چې په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له خطر سره مخامخ کوي.

په پاکستان کې کډوالې مدینې ابراهیم چې وراره یې په تړل شویو ښوونځیو کې درس وایه، وویل: "موږ دلته پاکستان ته راغلو چې ماشومان مو تعلیم وکړي خو دلته مو هم د ماشومانو پر مخ ښوونځي وتړل شول. اوس به چیرته ځو؟"

د امریکايي ځواکونو له وتلو، جمهوري نظام له سقوط او نړیوالو مرستو د بندېدو وروسته، افغانستان دا وخت له بشري بحران سره مخامخ بلل کیږي.

فورم \ دبحث خونه