شاته

پاکستان ملګرو ملتونو ته: غیر قانوني کډوال د کورنیو قوانینو له مخې ایستل کیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکو ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د شړلو د پرېکړې د ځڼدولو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې، چې نړیوالو قوانینو سره هم برابره ده ،کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتم) په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکې کې یې خپره کړې ویلي چې له دغه هیواد څخه د قانون اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د یو هیواد د اوسیدونکو پورې تړاو نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:" مونږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مطبوعاتي بیانیه لیدلې ده. د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیانو د ستنولو پلان په غیر قانوني ډول په پاکستان کې په ټولو بهرنیو اوسیدونکو باندې د هغوی د هیواد او اصلي اوسیدانې پرته د تطبیق وړ دی."

ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د څه باندې یو میلیون " اسناد نه لرونکو" بهرنیو اتباعو د ایستلو د پلان عملي کول د بشري حقونو ناورین لامل کېدای شي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې روینا شمداساني وویل: "موږ ډیر اندیښمن یو چې شړل شوي (اخراج کېدونکي) د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي."

هغې وویل، ښځې په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي ځکه چې په حقیقت کې طالب واکمنانو "هڅه کړې چې دوی په ټولنه کې منزوي کړي- د کار ځای، ښوونځیو او حتی عامه پارکونو ته له تګ څخه یې په بشپړه توګه محرومې کړي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حکومت دغه پریکړه د کورنیو قوانینو له مخې شوې، چې د نړیوالو معیارونو او اصولو سره هم برابره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:" د پاکستان حکومت د هغو کسانو په اړه چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري او زیان منوونکي دي خپلو ژمنو باندې په زیات جدیت سره ولاړ دی".

دغه وزارت ویلي، چې ددې پریکړې څخه به هغو کسانو ته زیان ونه رسیږي، چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد لري او یا هم د کډوالو په توګه یې نومونه ثبت شوي دي.

همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا هیواد د تیرو شاوخوا ۴۰ کلنو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د حفاظت شویو کډوالو ستونزو ته د یو دوامداره حل د موندلو لپاره د یو لومړیتوب په توګه په ګډه هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان به په دې اړه خپلو نړیوالو شریکانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنري( UNHCR) د راپور له مخې پاکستان اوس مهال د ۳.۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی چې ۷۰۰زره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې د اکتوبر له درېیمې راهیسې نږدې ۶۰ زره افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه ادارې وايي چې افغانستان ته د ستنو شویو کسانو ۷۸ سلنه له پاکستان څځه د وتلو لامل د نیول کېدو وېره بولي.

د دغې ادارې ویاند، میتیو سالټمارش وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ټولو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب روان وساتي، چې په دې هیواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او که بیرته ستنیدلو ته اړ ایستل شي له خطر سره مخ کیدی شي."

هغه وویل: "د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري د پاکستان لخوا د راجستر شويو کډوالو او نورو زیان منونکو افغانانو د دې کټګورۍ څخه د ایستلو لپاره د اعلان ستاینه کوي."

هغه وویل چې افغانستان د بشري حقونو د سختو حالاتو سره په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د سخت بشري بحران سره مخ دی.

د ښځو او نجونو تر څنګ، نور په ځانګړي ډول د مدني ټولنې فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي هم د ورته خطر سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه