شاته

هند: قطر کې په اعدام محکومو پخوانیو هندي افسرانو د خوشې کولو هڅه کوو

د هند د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) وویل چې د هند د سمندري ځواکونو د هغو اتو تنو پخوانیو افسرانو د خوشې کولو هڅه کوي چې په قطر کې د یوې محکمې له خوا اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر سبرامینیم جیشنکر وویل چې هغه د نیول شويو کسانو له کورنیو سره لیدلي او ورته یې ډاډ ورکړی چې د هند حکومت دې قضیې ته "ډیر ارزښت ورکوي."

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د سمندري ځواکونو لوړ پوړو پخوانیو صاحب منصبانو په ګډون چې یو وخت یې د جنګي بیړیو قومانده په غاړه لرله، اته تنه هندي افسران د ۲۰۲۲ په اګست کې په دوحه کې ونیول شول.

جیشنکر په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې هغه د نیول شویو کسانو له کورنیو سره "اندیښنې او درد" شریک کړی ، او دا یې ورته څرګنده کړې ده چې "حکومت به د دوی د عزیزانو د خلاصون لپاره هیڅ ډول هڅې و نه سپموي."

قطر په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې او د تورونو جزیات هم نه دي په ډاګه شوي.

د هند د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال ار هري کمار د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زموږ د پرسونل د خوشې کولو دپاره هره هڅه کیږي."

په قطر کې ددغو هندي اتباعو په مرګ د محکوم کېدو خبر تېره اونۍ وروسته له هغه خپور شو چې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل په دې قضیه "هیښ" شوي دي.

دې اته کسانو په خلیج کې د "الدهرا" په نوم د یو شرکت سره کار کاوه چې په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې خدمات وړاندې کوي.

د هندو ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغو کسانو یو "دریم هیواد" ته جاسوسي کوله، په داسې حال کې چې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي چې د نوموړو په اړه "بیلابیلو راپورونو ادعا کړې چې دوی اسرائیل ته په جاسوسۍ تورن شوي دي."

د اسرائیل حکومت د دې قضیې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د نیول شویو کسانو له جملې څخه د یو تن خور، میتو بارګاوا، دا تورونه رد کړل.

هغې رسنیو ته ویلي: "زما ورور ۶۳ کلن دی... ولې به د اسرائیل لپاره جاسوسي کوي؟ ولې به په خپل عمر کې داسې کار کوي؟"

بارګاوا غوښتنه کړې چې په دې قضیه کې دې د هند صدراعظم نریندرا مودي پخپله لاس په کار شي.

تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې خپلو بندي اتباعو ته به د "قونسلي او قانوني همکاریو برابرولو ته دوام ورکړي" او د قضیې په اړه به له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

قطر کې د اعدام سزا

په قطر کې د اعدام سزا عامه نه ده، او دوحې دمخه ویلي وو چې د مرګ سزا د عمري بند سره مساوي ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، قطر په ۲۰۲۰ کې یو نیپالی کارګر اعدام کړ.

نوی ډیلی د دوحې سره تاریخي دوستانه اړیکې لري. قطر پر هند طبیعي ګاز پلوري او د خلیج په دغه هېواد کې د ۲.۸ میلیون نفوس دوه پر دریمه برخه مهاجر کارګران دي چې زیاته برخه یې هندي اتباع جوړوي.

قطر د فلسطیني وسله والې ډلې حماس د سیاسي دفتر د کوربتوب ترڅنګ له غزې سره مالي مرستې کوي، او دا مهال د اسرائیل او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې لپاره منځګړیتوب کوي.

فورم \ دبحث خونه