شاته

جرمني کې د ساختماني پروژې د تختې لویدو یوه پېښه کې پنځه کارګران مړه شوي

د جرمني په هامبورګ ښار کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د اطفائیې ادارې وویل چې د یوې ودانۍ د جوړولو پر مهال د تختو د لوېدو له کبله لږ تر لږه پنځه کارګران مړه شوي دي.

د اطفائیې ویاند وویل: "ډیر کسان د تختې لاندې شوي او لادرکه ګڼل کیږي... پنځه کارګران د پېښې په ځای کې مړه شوي دي."

د ژغورنې عملې د لسګونو ایسارو شویو کارکوونکو د ژغورلو د پاره د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د اطفائیې ویاند زیاته کړه: "په سمدستي توګه روښانه نه ده چې څه شی د درېدو د تختې د رالوېدو لامل شوی دی."

دا پېښه د هامبورګ په هافن سیټي کې رامنځته شوې ده چې په دې وروستیو کې د اروپا په سطحه د ډیرو ساختماني پروژو او ودانیو جوړولو له کبله شهرت لري.

ځايي رسنیو ویلي چې پېښه سهار مهال د " ویستفیلډ هامبورګ اوبرسیکوارټیر" ساختماني پروژه کې رامنځته شوې، چې د استوګنځيو، تفریحي ځایونو او د بیړیو یو نوي ټرمینل په جوړولو کار روان دی.

ویل شوي چې لږ تر لږه اته کارګران چې د یو لفټ په جوړولو لګیا وو، د رالوېدلې تختې لاندې شوي دي.

د پېښې له ځای څخه شاوخوا ۷۰۰ کارګران له سیمې ایستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه