شاته

ایران: په سیمه کې په امریکايي ځواکونو بریدونه د امریکا د 'ناسمو تګلارو' له کبله دي 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې په امریکایي ځواکونو باندې بریدونه د اسرائیل څخه د ملاتړ په ګډون د امریکا د «ناسمو سیاستونو» له کبله بولي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ له جګړې وروسته په عراق او سوریې کې په امریکايي ځواکونو باندې یو لړ بریدونه شوي دي.

اسرائیلي مقامات وايي د حماس په ناببره بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۳۹ نور کسان یرغمل شوي دي.

اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د فلسطيني مقاماتو په وینا تر دې دمه ۸۳۰۰ کسان وژلي دي. اسرائیل غزه محاصره کړې او هوايي بریدونه یې زیات کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «دا چې هغوی (امریکایان) وايي چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې پرې بریدونه شوي، دا د صهیونستي رژیم څخه د بې قید او شرط ملاتړ او په سیمه کې یې د ناسمو سیاستونو په اړه عکس العمل دی او هیله لرم چې دا سیاستونه سم کړي.»

کنعاني وویل چې «څه کرې هغه به ریبي» او له متحدو ایالتونو څخه یې وغوښتل چې د اسرائیل ملا ونه وتړي.

متحده ایالتونه ایران تورنوي چې په منځني ختيځ کې یې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونو ته زمینه برابره کړې ده. دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري دي او هڅه وي چې دغلته د داعش ډلې بیا پورته کېدو ته پرېنږدي.

امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ کې یې هغه دوه ځایونه وېشتلي دي، چې د ایران سپاه پاسدران ځواکونه او په هغوي پورې تړلیو ډلو ترې کار اخیسته.

ایران د حماس ډله په مالي او پوځي لحاظ حمایت کوي او په اسرائیل باندې یې د دغې ډلې بریدونه «بریا» بللې او خو په بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په همدې حال کې په تهران کې د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ ایراني یهودان په یوې کنیسې کې راټول شول او د «ماشومانو، ښځو او بې دفاع خلکو ډله ایزې وژنې» یې وغندلې او د حماس او اسرائیل ترمنځ یې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

فورم \ دبحث خونه