شاته

پاکستان د غیر قانونی افغان کډوالو ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

پداسې حال کې چې د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته چې ټولو غیر قانوني کډوالو ته یې ورکړی، د یوې اوونۍ څخه لږه موده پاتې، د دې هیواد حکومت پلان لري چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو او بیرته خپلو هیوادونو ته د استولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

حکومتي سرچینو سه شنبه اکټوبر ۲۴ (لړم۲) امریکا غږ ته وویل چې په پلان کې ده ګڼ شمیر مرکزونه د پنجاب، سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې جوړ شي.

دې سرچینو ویلي هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري که د پنجاب او سیند په ولایتونو کې ونیول شي، د راولپنډۍ او کراچۍ په ښارونو کې جوړو شویو مرکزونو ته به یوړل شي تر څو له همدې ځایونو څخه افغانستان ته واستول شي.

امریکا غږ ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د خیبر پښتونخوا ه لایت کې چې ډیر شمیر افغانان پکې ژوند کوي، دوه مرکزونه به پکې جوړ شي چې یو به یې په نوښار او بل به یې په څمکنو کې وي او د بلوچستان په ولایت کې به درې مرکزونه جوړ شوي چې په کوټه، پښین او قلا عبدالله ولسوالیو کې به وي.

د دې نوي پلان له مخې د ولسوالیو چارواکو، پولیسو، څارنوالانو او زندان مسؤلینو ته واک ورکول کیږي چې غیر قانوني افغان کډوال تر نیول کیدو وروسته همدې مرکزونو ته راوړي او بیا یې افغانستان ته واستوي.

چارواکو همدرانګه ویلي هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې یې واړه جرمونه کړي وي او له همدې کبله محاکمه کیدو ته انتظار باسي، د پاکستان څخه به وایستل شي خو هغوي چې جدي جرمونه یې کړي و، افغانستان ته به تر څو چې پاکستان کې یې محاکمه نده خلاصه شوي، وانستول شي.

د پاکستان دې پریکړې له مخې به هغه څه باندې ۱.۷ ملیون افغان کډوال د پاکستان څخه وایستل شي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا پالیسي په ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې قانوني اسناد ورسره شته او د کالونو راپدیخوا پدې هیواد کې پراته دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا پریکړه "غیر انساني" بللې او د بشري حقونو نړیوالو ډلو هم د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې پدې پریکړې بیا غور وکړي.

په پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمیر په دقیقه توګه ندی معلوم خو پاکستاني چارواکي وایي د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، شاوخوا ۷ سوه زره افغانان دې هیواد ته ورکډه شوي.

سره لدې چې په افغانستان کې طالب چارواکو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل وځنډوي او دا کار یې نه منل کیدونکی بللی خو په عین وخت کې هغوي دې کډوالو ته په سرحدي سیمو کې سرپناوې جوړې کړي او د بیرته ستنو شویو کډوالو سره د روغتیا، خوراکي موادو تر څنګ مالي مرستې هم کوي.

په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمیر بهرنیو هیوادونو له پاکستان څخه غوښتي و چې دا افغان کډوال دې نه باسي او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې ښایي دا کسان افغانستان ته تر ستنیدو وروسته د طالبانو د ځورونې او ځپل کیدو سره مخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه وغوښتل چې هغو افغانانو ته په خپلې خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه دي.

د وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان جدي هڅوو چې هغوو افغانانو ته، چې د نړیوال خوندیتوب په لټه دي د داخلېدو اجازه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او کډوالو د نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بشري سازمانو سره په هغږۍ هغوی ته بشري مرسته برابره کړي".

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو سره انساني رویه وکړي او د دې افغان کډوالو د ایستلو ځنډیدل یې غوښتي دي.

فورم \ دبحث خونه